Mar 07, 2021 15:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دموقته حکومت د جوړیدا په باب دطالبانو منفي  دریځ

محمد نعیم وردک یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي او ناټو ځ,اک له قوماندان جنرال سکاټ میلر او له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو ډلې د مشر دسیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر او د دغې ډلې ډمرکچي ټيم د مشر عبدالحکیم حقاني د لیدوکاتو خبر ورکړی دی .

 په قطر  کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي  د افغانستان د بحران  دحل لپاره د موقتي حکومت د  جوړیدا پلان رد کړ .

 په قطر کې دطالبانو د  سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردک  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دتیرو تراخو تجروبو  دتکرارولو په ځاي  دې هڅه وشي څو  د افغانستان د سولې خبرې اترې چټکې شي،ځکه  په تیرو څلویښتو کلونو کې موقته حکومتونو  ددغه هیواد  مشکلات حل کړي نه دي ، بلکې نوره ئې زیات کړي دي .

 هغه همداراز په یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي او ناټو ځ,اک  له قوماندان جنرال سکاټ میلر  او له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو ډلې د مشر دسیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر او د دغې ډلې ډمرکچي ټيم د مشر عبدالحکیم حقاني د لیدوکاتو خبر  ورکړی دی .

نعیم وردک  وئيلی دي ، په دغې غونډې کې  دواړو لورو دقطر موافقې ته خپل ژمنتیا ښودلې  او ددغې موافقې دبشپړ اجرا په باب ئې سره خبرې اترې کړي دي .

  په دې باب په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی د فتر  د  ویندوي دریځ  چې  موقته حکومت جوړیدا  د افغانستان د بحران حل لاره نه  ده ،په دې زمینې کې د امریکا دپلان دناکامۍ  او په دغه هیواد  کې د قدرت د انحصاري  سلطې لپاره ددغې ډلې اصلی هدف نښه  کیدلی شي . 

 په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا پلان  په تیر یوه کال کې څو ځله  د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له خوا مطرح شوی دی ، چې دغه پلان  په دغه هیواد کې له جدي مخالفتونو سره  مخامخ شوی هم دی .

 مخالفین ئې وائي ،  په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا پلان ، ددغه هیواد له اساسی قانون سره  په تضاد کې دی  او  د قدرت هرډول منتقلیدا  دې  عمومي راي ته د مراجعه کولو له لارې ترسره شي .

که څه هم  د افغانستان ځيني جنجالي ډلې ټپلې او شخصیّتونه  چې د اشرف غني د ولسمشرۍ د پړاؤ  وارمخکې پاي ته رسیدل  غواړي ،  په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا له پلان سره  پخُلا دي ،خو په افغانستان کې زیاتره شخصیّتونه او ګوندونه  له دغه پلان سره مخالف دي .

د طالبانو ډلې د  ویندوي   دریځ  چې ښئ دغه ډله دډيموکراټيک بهیر په چوکاټ کې د قدرت ډګر ته د واریدیدا  دضرورتونو منلو ته حاضره نه ده او  هڅه کوي د دوي د خوښې اسلامی امارات په عنوان سره دخپل حکومتي ماډل  په چوکاټ کې،په په ا نحصاري توګه په افغانستان کې سیاسی قدرت په اختیار کې واخلي . په تیره بیا دا چې  دطالبانو لوړپوړو چارواکو  هم په کرتو  په افغانستان کې د حمهوریت د اصل په ردولو سره ، په حکومت کې د ولس درول په نفي کولو کې پر خپل دریځ ټینګار کړی دی  چې  دا موضوع  د جمهوریت د اصل پشمول د اساسی قانون او دهغه د حیاتي اصولو د له لاسه ورکولو په باب  په دغه هیواد کې د جدي اندیښنو د رابرسیره کیدا  سبب شوې ده . 

  له دې ورتیر چې په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړیدا پلان، د طالبانو ډلې  له منفي غبرګون سره مخامخ شوی ،خوپه دغه هیواد کې د سولې له موضوع سره د امریکا دحکومت د مخامخیدا انداز،په افغانستان کې  د جنګ د ختمیدا  او د ثبات د ټينګیدا په وړاندې دسپینې مانۍ   د ورانکار او تیروتني سیاست ښودنه کوي .

دغه لیدتوګه شته چې   له طالبانو ډلې سره د سولې دموافقې د لاسلیک کیدا او همداراز د موقته حکومت د جوړیدا دپلان د  وړاندې کولو په چوکاټ کې چې  د افغانستان له ملی حاکمیّت او ددغه هیواد له اساسی قانون سره په بشپړ تضاد کې  دي ، په مختلفو اړخونو کې د افغانستان په وړاندې د امریکا د حکومت  سټراټژي ، لامل شوې څو  دسولې موضوع او له دې  موضو ع سره اړونده  د خبرواترو بهیر  له بندون سره مخامخ شي .

 د افغانستان له حکومت سره  له غږملتیا پرته ددرستو طالب بندیانو خوشي کیدا ته دامریکا ژمنتیا، چې  اشرف غني  په همداوروستیو کې ددغې ژمنې اجرا،  د امریکا ددباؤ له امله  بللې ،  دافغانستان په چارو کې د دغه هیواد ورانونکي او ویجاړونکي لاسوهنې دي ، چې  دسولې  په خبرواترو کې د طالبانو ډلې د زیات غوښتنې لاملونه ئې برابر کړی دي .

 په دغه شان شرائطو کې داسې ښکاري،د افغانستان دسولې په بهیر کې له اوسني بندونه د وتلو یوازینۍلاره،په دغه ډګر کې د امریکا د لاسوهنو ددریدا او له طالبانو ډلې سره پر خبرواترو د حاکمیّت په اعمالولو کې د افغانستان د حکومت له پیاوړي کولو سره مرسته ده .   

 

ټیګونه