Mar 08, 2021 17:45 Asia/Kabul
  • جلال اباد کې پولیسو زیاته اندازه وسلې او مهمات کشف او تر لاسه کړل

افغان امنيه قوماندانۍ د افغانستان د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد کښې د وسلو او مهماتو د نيولو خبر ورکړ.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت په یوه خبری ناسته کې وویل ځانګړو پولیسو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې له دوه سوداګریزو لوړپوړو ودانیو څخه د پلټنې پر مهال  دیرش کلاشنکوف او تومانچې، زیاته اندازه مهمات، اونور  بېلابېل پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه کړل. امنیه قوماندان وویل ددغو وسلو او مهماتو په تورڅوک نه دي نیول شوي خو پر وینا یې چې پولیسو او کشفي ادارو خپلې هڅې پېل کړي او زر به یې عاملین پیدا او دقانون منګولو ته وسپارو. جنرال همت وویل له دغو وسلو او مهماتو څخه ددولت مخالفینو د ورانکارو او ترهګریزو پیښو په ترسره کولو کې کار اخیست.

 

ټیګونه