Mar 09, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • کواکس واکسن کابل ته ډالۍ شول

د کواکس د ډالۍ شویو کرونا واکسنو جوپه پرون کابل ته ورسیدله

د کواکس د ډالۍ شویو کرونا واکسنو جوپه پرون کابل ته ورسیدله

په ۴ لکه ۶۸ زرو ډوزونو مشتمله د کرونا د واکسنو دغه جوپه د یونیسف، اروپايي اتحادیې او نړیوال بانک له خوا افغانستان ته ډالۍ شوې ده چې پرون د دغه هیواد روغتیا وزارت ته وسپارله شوه.

له دې مخکښې هندوستان هم د کرونا د واکسنو تقریباً ۵ لکه ډوزونه د افغانستان حکومت ته ډالۍ کړي وو چې تراوسه کابو څلویښتو زرو کسانو ته لګول شوي دي.

پر هندوستان سربیره چین هم ژمنه کړې ده چې ډیر زر به څه باندې ۴ لکه ډوزه د کرونا د مخنیوي واکسن، افغانستان ته ورکړي.

 

ټیګونه