Mar 09, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • نامعلومه وسلوالو په کابل ښار کې یو کس وژلی

افغان امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د یو تن د وژل کېدو خبر ورکوي.

په کابل کې د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته وویل چې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نامعلومه وسلوالو د میرویس په نوم یو تن په ډزو سره وژلی دی.

یو شمېر سرچینې وایي چي وژل شوی کس حکومتي مامور و او په څارنوالۍ کې یې کار کول.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په ټوله افغانستان کې په تېره بیا په کابل کې هدفي وژنې په بې ساري توګه زیاتي شوي دي چي افغان حکومت یې پړه په طالبانو اچوي خو دې ډله په یادو وژنو کې لاس لرل ردوي.

 

 

ټیګونه