Mar 24, 2021 14:23 Asia/Kabul

 باید ووئیل شي د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې ئې د جوړولو کار پیل شوی و،خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي بدلونونو  له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.

زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستنا د  نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې  دجوړ شوي کمال خان اوبو بند په دغو پرانیستونکو دستورو کې   د  افغانستان پر ولسمشر اشر ف غني سربیره ،دولسمشر لومړي مرستيال امرا... صالح، دويم مرستيال سرور دانش، د کابينې غړو، د ملي شورا غړو او د نيمروز ولايت ځايي چارواکو او قومي مشرانو شتون درلود.

 باید ووئیل شي د کمال خان اوبو بند د نیمروز په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ لمريز کال کې ئې د جوړولو کار پیل شوی و،خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي بدلونونو  له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.

کمال خان بند په هرات کې د سلما او فراه کې د بخش اباد ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو یو  لوي بند شمېرل کېږي.

د دافغانستان د حکومتي  چارواکو په وینا، د کمال خان  بند په جوړېدو سره به ۸۰ زره هیکټره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا  تولید شي.

دغه بند   ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی .

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه