Apr 11, 2021 12:14 Asia/Kabul
  • دقندهار د پوليسو د قوماندان استعفاء او د افغانستان په ملي مصالحتي عالي شورا کښې غړيتوب

د قندهار د پوليسو قوماندان تادين خان اچکزے له خپل پوسټه په استعفاء ورکولو سره د دغه هېواد د ملي مصالحتي عالي شورا غړے شو.

د اېرنا د رپوټ له مخې د قندهار ولايت د سپين بولډک د پوله ايزو پوليسو يو قوماندان شريف سرطيب د تادين خان اچکزي په ځاے منصوب شو.

تادين خان اچکزي له استعفاء ورکولو وروسته وويل: له دې نه پس به  د سياست مېدان ته ورودانګي او په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره به هلې ځلې وکړي.

د افغانستان ملي مصالحتي عالي شورا چې مشر يې عبدا... عبدا... دے د تادين خان د غړيتوب په تائيدولو سره وويل: هغه به په راتلونکو وختونو کښې د دغې شورا په ټولو فېصلو کښې کردار ولري او ډېر زر به کابل ته لاړ شي.

 

ټیګونه