Apr 11, 2021 13:23 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان په ختیزو ولایتونو کښې پانګونې ته چمتووالے لري

په افغانستان کښې د ايران سفير په ختيزو ولايتونو کښې پانګونې ته د ايران د چمتووالي ښودنه وکړه.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په کابل کې دایران داسلامی جمهوریت سفیر بهادر امینیان چې په یو کاري سفر جلال اباد ته راغلي د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې ادارې له مدیره هیت او څو تنوملي سوداګرو سره په ناسته کښې وویل د ایران اسلامی جمهوري دولت او په ځانګړې توګه د دې هیواد خصوصي سکتور چمتو دے چې دکرهنې، طبیعي زیرمو او د اوبو او لمریزې بریښنا په برخه کښې پانګونه وکړي هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت به دغه راز ددی سیمی سوداګرو ته په چاه بهار او عباس بندرونوکې دسوداګرۍ او راکړې ورکړې لپاره لازمی اسانتیاوې برابرې کړي.

 ښاغلي امینیان وویل دایران اسلامی جمهوریت لیواله دے چې په دې حوزه کښې د مالدارۍ په پیاوړتیا کښې عن پانګونه وکړي تر هغې چې له دې ځایه ایران ته اومه غوښې صادرې شي.هغه وویل ایران اوس تر ډیره د اومو غوښو اړتیا له برازیل هیواد نه پوره کوي چې په دې سیمه کې پر مالدارۍ پانګونه به دایران لپاره د برازیل ښه بدیل وي. په کابل کې د ایران سفیر دغه راز دختیزی حوزې سوداګرو او پانګه والو ته وویل کولې شئ ایراني توکي وارد او بیا یې له دې ځایه پاکستان ته صادر کړئ . هغه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مدیره پلاوي څخه هیله وکړه چې دسودګرو یو پلاوی د دوې پر بلنه ایران ته واستوي چې هلته له بیلابېلو صنایعو او تولیداتو لیدنه وکړي. او دغه راز هلته له ملي سوداګرو او خصوصي سکتور سره ګډې ناستې ترسره کړي.دننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حضرت ولي هډه وال افغان سوداګرو ته دایران داسلامی جمهوریت له لورې د اسانتیاو برابرولو له امله مننه وکړه او وې ویل د افغانستان څلور ختیز ولایتونه د نفوسو له پلوه ګڼ میشتې سیمې دي او وګړي یې تر ډیره د ایران هیواد خوراکي او ودانیز توکي کاروي. هغه وویل له ایران سره د ښې سوداګرۍ تر سره کولو لپاره ذهنیت جوړولو ته ډیره اړتیا ده. دسوداګرۍ او پانګوني خونې د مدیره هییت غړي ډاکتر مخلص احمد بیا په چاه بهار بندر کې د موجودو ستونزو یادونه وکړه او وې ویل دبانکې څانګې نه شتون، دپیسو لیږد ستونزه  او دغه راز پر سوداګریزو مالونو لوړه کرایه هغه ستونزی وبللی چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.دهمدې خونې یو بل غړي او دکسبګرو ټولنې مشر عزیز الرحمن عرب وویل موږ دلته پر معیار برابر تولیدات نه شو کولای او په دې برخه کې دایراني کارپوهانو شتون ته ډیره اړتیا لیدل کیږی هغه وویل که دهغه هیواد خصوصي سکتور چمتو وي کولای شو دلته پر معیار برابر ګډ تولیدات پېل کړو. په کابل کې دایران اسلامی جمهوریت سفیر سوداګرو ته د یادو ستونزو دحل ډاډ ورکړ او وې ویل  ګلرنګ چې  ایران دخصوصي سکتور یو مهم شرکت دے په دې حوزه کې پانګونی  ته چمتووالی ښودلی او ډیر زر به خپلی چارې دلته پېل کړي .

 

ټیګونه