Apr 11, 2021 16:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د جنګ ختمولو لپاره له طالب ډلې د اشرف  غني غوښتنه

افغان ولسمشر د طالب ډلې لخوا په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو د ختمولو غوښتونکے شو.

د افغان اوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني نن په يوې آنلائن غونډه کښې له طالبانو وغوښتل چې په لويه جرګه کښې حاضر شي او له دغې لارې دې خپلې غوښتنې او مطالبې خلقو ته وړاندې کړي او د وسلو اېښودو او تاوتريخوالو په ختمولو سره دې د صلح ايزې حل لارې د موندلو په فکر کښې شي.

د افغانستان ولسمشر وويل: د صلحې له ټينګښت نه پس جنګ ته د طالب ډلې له بيا ستنېدو څخه د مخنيوي لپاره پکار دے له دغې ډلې سره يو ملي ميثاق لاسليک کړې شي.

اشرف غني زياته کړه، د افغانستان حکومت او خلق پائداره صلح غواړي او د دغه هېواد اساسي قانون د صلحې د مشروعيت بنياد دے.

افغان ولسمشر يو ځل بيا د انتخاباتو له لارې د اقتدار په منتقلېدو تاکيد وکړ او وې ويل: زمونږ ژمنه دا ده چې د خلقو د ارادې له لارې اقتدار خپلو انتخاباتي جانشينانو ته منتقل کړوو.

افغان حکومت او طالب ډله ټاکل شوې ده په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د ترکيې د استنبول د روانې مياشتې په غونډه کښې ګډون وکړي.

په دې وروستيو وختونو کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د حکومتي او طالب ځواکونو ترمېنځ نښتې زياتې شوې دي.

 

ټیګونه