Apr 11, 2021 16:19 Asia/Kabul
  • ایران په ننګرهار  کښې یو بېلګه ښونځے او روغتیایی مرکز جوړوي

په افغانستان کښې د ايران سفير په ننګرهار کښې د يو بېلګې ښونځي او يو روغتيائي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.

په کابل کې دایران داسلامي جمهوریت سفیر طاهر امینیان جلال اباد ته د خپل کاري سفر په مهال د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل سره په ګډه ناسته کې وویل د ایران اسلامی جمهوریت به په ننګرهار ولایت کې د کرهڼې ، مالدارۍ ، طبیعی زیرمو او بريښنا په برخه کښې پرپانګونې سربیره  په جلا ل اباد ښار کې یو بېلګا ښوونځی اودغه رنګ د کوچنیانو د درملنې لپاره يو ځانګړے یو روغتیایی مرکز هم جوړ کړي.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل له افغانانو سره د ایران داسلامي جمهوریت د مرستو او دا چې اوس په ننګرهار کې په بېلابېلو برخوکې پانګونې ته چمتووالی ښودلی او همدارنګه د افغان حکومت د شل کلنو لاسته راوړنو د ملاتړ له امله مننه وکړه  وې ویل په ننګرهار کې به دایران د اسلامی جمهوریت او د دغه هیواد خصوصي سکتور پانګونه نه یوازی داچې د دې سیمې د اقتصادي ودې او ترقۍ سبب وګرځي بلکې خلکو ته به د کار کولو زمینې هم برابرې شي. د ننګرهار والي دغه راز د ایران داسلامی جمهوریت له سفیر نه په جلال اباد کې د یو بېلګې ښونځي او د کوچنیانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتیایی مرکز د جوړولو له امله هم مننه وکړه.

 

ټیګونه