Apr 12, 2021 12:04 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د موقته حکومت د جوړیدا وړاندیز وشو

سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د ملي روغې جوړې لوړې شورا په هیواد کښې د سولې د ټینګیدا لپاره سپارښتنه وکړه چې د دوو(۲) کلونو لپاره یو(۱) موقته حکومت جوړ شي .

د افغانستان یوه(۱) ټیلي ويژن چینل وویل په موقته حکومت کښې به  ولسمشر او لومړی وزیر وي او هر یو(۱) به یې څلور(۴) مرستیالان ولري چې یوه(۱) یې ښځه ده .

په دې سربیره نوموړی پلان د حکومتي چارواکو د ګومارلو او د نورو فیصلو د ترسره کولو په وخت د قومي جوړښت په نظر کښې د لرلو ضرورت په ګوته کوي .

د افغانستان نوموړي ټيلي ويژن وویل د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا لخوا په وړاندیز شوي پروګرام کښې دغه راز د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو په هکله د ولسمشر اشرف غني وړاندیز هم شامل دی .

په افغانستان کښې په بیلابیلو سیمو کښې د طالبانو ډلې او د حکومت ترمینځ تاوتریخوالي او جنګونه روان دي او طالبانو اوس ډیرې سیمې په  کنټرول کښې اخیستي دي او په سترو ښارونو باندې بریدونه کوي .

که څه هم د تیر میلادي کال له سپتمبر میاشتې راهسې د طالبانو او د حکومت ترمینځ د سولې خبرې پیل شوي خو د امریکا په کارړنګونو او بې ځایه لاسوهنو سره تراوسه دغه خبرې نتیجې ته نه دي رسیدلي او په دغه هیواد کښې له تیرو څو میاشتو راهسې جنګونه زیات شوي دي .

 

ټیګونه