Apr 13, 2021 04:35 Asia/Kabul
  • ترکیې کښې د افغانستان د صلحې غونډه وځنډیدله

افغان خبري سرچینو ویلي چې په ترکیې کښې د افغانستان د صلحې د غونډې د ترسره کیدو نیټه د اپریل تر ۲۴ وځنډیدله

افغان خبري سرچینو ویلي چې په ترکیې کښې د افغانستان د صلحې د غونډې د ترسره کیدو نیټه د اپریل تر ۲۴ وځنډیدله

د افغانستان رسنیو پرون لیکلي چې طالب ډله د اپریل تر شپاړسمې پورې د صلحې لپاره د ترکیې د استنبول په غونډه کښې ګډون ته چمتووالې نه لري.

دغو سرچینو هم داشان خبر ورکړې چې د افغانستان حکومت هم ځینو رسنیو ته ویلي دي، د اپریل په شپاړسمه به د استنبول په غونډې کښې ګډون ته تیاریانې پوره نه شي او په هم دې وجه دغه غونډه د اپریل له شپاړسمې نه د دغې میاشتې ۲۴ نیټې ته ځنډول شوې ده.

په عین حال کښې د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن ځانګړې استازی ځلمی خلیلزاد هم پرون پس له څلورو ورځو له کابله بیرته ستون شو.

له دې مخکښې ځینو کارپوهانو او خبر سرچینو ویلي وو چې که څه هم ترکیې، امریکې او ملګرو ملتو د افغانستان د صلحې د غونډې لپاره د اپریل ۱۶ نیټه غوره کړې ده خو که افغان لوري دغه تاریخ ته بشپړ چمتووالې ونه لري نو دغه نیټه به فاینل نه کړي.

 

ټیګونه