Apr 14, 2021 12:03 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزني ولایت کې له تېرې شپې راهیسې ددې ولایت د (قره باغ ) ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

د دې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان رمضان ځیرک تهران راډیو سره په مرکې کې وویل چې طالبانو ددې ولسوالۍ بازار بند کړی او له شاوخوا کورنو نه یې خلک ایستلي او کورنو څخه بریدونه کوي نښته اوس هم روانه او له طالبانو سره څلور موټربمه دي خو تر اوسه پورې مرګ ژوبله نشته.

نوموړی وایي له مرکز نه یې مرسته غوښتې او د هوایي ځواک د ورلیږلو ژمنه ورسره شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

په افغانستان کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو  ، امنیه قومندانیو او ولسوالیو باندې د طالبانو له لورې موټربم بریدونه ځینې وختونه  موخې ته رسیدلي او کله هم موخې ته تر رسیدو وړاندې دافغان ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي.

 

ټیګونه