Apr 14, 2021 12:26 Asia/Kabul
  • د قطر موافقه د افغانستان په تاوان او د امریکا په ګټه ده

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه(۱) چارواکي د امریکا او د طالبانو ترمینځ د قطر د دوحې په موافقې باندې نیوکې سره وویل له دغه موافقې وروسته په افغانستان کښې د امریکا هیڅ پوځي نه دی وژل شوی خو د افغانستان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي .

د افغانستان د ولسمشر د کلتوري چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي په دې خبرې سره چې په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د تیر میلادي کال موافقې د افغان ملت لپاره هیڅ بریا نه لرله وویل له دغه موافقې وروسته د امریکا په عسکرو باندې حملې بندې شوې خو په حکومتي عسکرو او ملکي وګړو باندې د حملو د دوام په دلیل په زرګونو خلک او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي .

هغه وویل د افغانستان د دفاع لپاره د خلکو او د امیتي او دفاعي ځواکونو اراده له بل هروخت څخه زیات پیاوړي ده او کابل د ترهګرۍ پرضد مبارزې کښې خپل مسوولیت په صادقانه ډول ترسره کوي .

 

ټیګونه