Apr 15, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • د امریکائي عسکرو د ویستونکي فیصلې درناوی کوو 

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان  د ټاټوبي  له نیواک راهسې د امریکائي پوځيانو پرشتون په افغانستان کې  مختلف غبرګونونه  راپورته شوي دي او اوس هم  له دغه هیواده د شاتګ په باب  غبرګونونه  ښودل شوي دي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،  د افغانستان و لسمشر اشرف غني  له خپل امریکائي همڅنګ جوزف بایډن سره په ټيلیفوني تماس کې  له  افغانستانه دامریکائي پوځیانو دشاتګ په باب  خبرې کړي دي .

 اشرف غني پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،  د ستمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه دامریکائي پوځيانو د ویستلو د فیصلې  درناوی کوي او په آرامښت سره د بیرته ستنیدا لپاره به ورسره  بشپړ ملګرتیاوکړي .

 د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون ناوخته  وئيلی دي ،دستمبر تر لومړیو پورې به له افغانستانه درست پوځيان بیرته وګرځوي .

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان  د ټاټوبي  له نیواک راهسې د امریکائي پوځيانو پرشتون په افغانستان کې  مختلف غبرګونونه  راپورته شوي دي او اوس هم  له دغه هیواده د شاتګ په باب  غبرګونونه  ښودل شوي دي .

 د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد  خبرداری ورکړ ی ، چې  د دوحې د موافقې په اساس  به  له افغانستانه دامریکائي پوځيانو  د وتلو بهیر  په مئ کې پيل شي  او موخه ئې دا ده چې  دستمبر تر یولسمې نیټې پورې  له درست افغانستانه د امریکا ټول پوځيان پښې سپکې کړي .  او که په ټاکل شوي وخت  له دغه هیواده امریکائي پوځیان ونه وځي نو ترینګلتیاوې به لازیاتې شي  او هغه کسان چې  موافقه ئې رعایت  کړې نه ده ، ددغو ترینګلتیاؤ مسئول به وي .

 

ټیګونه