Apr 15, 2021 16:08 Asia/Kabul
  • له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو اعلان د بې ګټې شتون پاې ته رسیدل :-

د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې چهارشنبې ورځ په رسمي ډول وویل د واشنګټن پوځيان به له افغانستان څخه ووځي .

جوبایډن وویل د ترټولو اوږد جنګ چې امریکا پکښې ښکیله وه د ختمیدا وخت رارسیدلی دی .

هغه وویل امریکا به د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي خو په پوځي عملیاتو کښې به ګډون ونکړي .

د امریکا ولسمشر بایډن په دې هکله وویل مونږ نشو کولای په افغانستان کښې د واشنګټن د شتون زیاتیدا ته دوام ورکړو او زیاته یې کړه د روان کال د مي د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه له افغانستان څخه د خارجي عسکرو ایستل له ناټو تړون سره په غږملتیا سره پیلیږي او زیاته یې کړه که چیرې طالبان په مونږ برید وکړي مونږ به په ټولو موجودو اوزارونو سره ځواب ورکړو .

د امریکا ولسمشر جوبایډن دې ته په اشارې سره چې زه د هیواد څلورم(۴) ولسمشر یم چې په افغانستان کښې د امریکا د پوځیانو د شتون مسولیت پرغاړه لرم وویل دغه مسولیت به د امریکا پینځم (۵) ولسمشر ته ور ونه سپارم .

هغه ادعا وکړه زمونږ لومړی هدف دا دی چې ډاډمن شو له افغانستان څخه به په امریکا باندې د حملې لپاره د اډې په توګه استفاده ونشي او مونږ دغه هدف ته رسیدلي یوو .»

له دې مخکې د امریکا یوه (۱) لوړرتبه چارواکي خبر ورکړی و چې له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو بهیر به د روان میلادي کال د مي د میاشتې له لومړۍ (۱) نیټې څخه پیل شي او هدف دا دی چې په افغانستان د امریکا د حملې د شلمې (۲۰) کلیزې په مناسبت د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یولسمې (۱۱) نیټې پورې له افغانستان څخه د واشنګټن ټول عسکر وتلي وي .

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر لئویډ اسټین او خارجه وزیر انتوني بلینکن هم په تیرې چهارشنبې شپې په ګډ خبري کانفرنس کښې د مي د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو کار پیلیدا ته په اشارې سره له طالبانو سره په مقابلې ټينګار وکړ .

له دې سره په یووخت له افغانستان څخه د امریکا له غیرمسولانه وتلو وروسته د ناامنۍ او د ګډوډۍ د بیرته ستنیدا په هکله اندیښنې مطرح شوي دي .

امریکا او طالبانو د تیر میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې په قطر کښې موافقه کړي وه چې واشنګټن سوکه سوکه له افغانستان څخه پوځيان وباسي چې په هیواد کښې د  سولې له بهیر سره مرسته وشي .

په دغه موافقې کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو نهايي نیټه د روان میلادي کال د مي د  میاشتې لومړۍ نیټه ټاکل شوي وه خو له دې سره سره د جوبایډن حکومت د طالبانو لخوا د ژمنې د خلاف ورزۍ په پلمه دغه ژمنه نه ده عملي کړي او اوس په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شتون د دوام خبره کوي .

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په دې زمینه کښې ولسمشر جوبایډن ته څو لارې وړاندې  کړي وې چې په نهایت کښې د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې پورې د پوځي شتون تمدیدل د جوبایډن د منلو وړ وګرځیدل .

سره له دې د امریکا او په ناټو کښې د هغې د متحدانو فیصله د طالبانو لپاره د منلو وړ نه ده او طالبانو  خبرداری ورکړی دی که چیرې خارجي ځواکونه په ټاکلي نیټه  کښې له افغانستان څخه ونه وځي د دغه ډلې له نظره د قطر د موافقې خلاف ورزۍ ګڼل کیږي او دغه ډله به د خارجي عسکرو پرضد حملې له سره پیل کړي .

د امریکا استخباراتي ټولنې د روان میلادي کال په اپریل میاشت کښې په یوه (۱) راپور کښې وویل طالبان ډاډمن دي چې پوځي بریالیتوب ترلاسه کولای شي .

امریکا په دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال کښې له ترهګرۍ سره د جنګ په پلمه په افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ .

خو په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د طالبانو په بیا قدرتمن کیدا او د سولې په هغه موافقې سره چې د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ حکومت په قطر کښې له طالبانو سره وکړه اوس ولسمشر جوبایډن مجبوره دی له هیڅ بریا ترلاسه کولو پرته د افغانستان نیواک ته چې د ویټنام له جنګ څخه څو برابره زیات له ناکامۍ سره یوځای وو پاې ته ورسوي .

په دغه پوځي نیواکګرۍ کښې چې په ناامنۍ سربیره زیاته ورانۍ یې  درلودله په زرګونو افغان وګړي وژل شوي .

د افغانستان جنګ د امریکا لپار دوه (۲) ټریلیونه او څلور سوه(۴۰۰) میلیارډه ډالره لګښت لرلی دی .

 

ټیګونه