Apr 16, 2021 07:22 Asia/Kabul
  • طالبانو یوځل بیا امریکې ته خبردارې ورکړ

طالبانو یوځل بیا امریکې ته د قطر د دوحې د موافقې د خلاف ورزۍ په هکله خبرداری ورکړ

طالبانو یوځل بیا امریکې ته د قطر د دوحې د موافقې د خلاف ورزۍ په هکله خبرداری ورکړ

طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې تر ستمبر میاشتې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ځنډیدل د قطر په دوحه کښې له طالبانو سره د امریکې د موافقې خلاف ورزي او له خپلو ژمنو د امریکې غړیدل دي.

د طالبانو په بیانیه کښې راغلي دي: د امریکې له خوا د تړون خلاف ورزي سبب کیږي چې طالبان غبرګون وښايي. مونږ امریکا د تړون د خلاف ورزۍ د پایلو مسئوله ګڼو.

طالب ډلې په خپلې خبرپاڼې کښې هم داشان له امریکې او نورو هیوادونو وغوښتل چې خپل ځواکونه د دوحې د موافقې مطابق له افغانستانه وباسي او د پاتې کیدو لپاره دې پلمې نه لټوي.

د تیر ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کښې په دوحه کښې له طالبانو سره د امریکې د موافقې له مخې امریکا باید خپل ځواکونه د روان کال د مۍ میاشتې تر پیلیدو له افغانستانه وباسي خو واشنګټن هڅه کوي چې په چټي پلمو په افغانستان کښې خپله پوځي نیواکګري جاري وساتي.

 

ټیګونه