Apr 16, 2021 15:26 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د امريکې د خارجه وزير سفر

د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن پرون د زيارت په ورځ له ماسپښينه وروسته په يو نه اعلان شوي سفر کښې افغانستان ته لاړ.

د بلېنکن او افغان ولسمشر اشرف غني په کتنه کښې له افغانستانه د امريکې د فوځي ځواکوو د وتلو مسئله او همدارنګ د افغانستان د مستقبل، د صلحې د بهير او د استنبول د غونډې په باره کښې بحث او څېړنه اوشوه.

اشرف غني په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د افغانستان فوځي او امنيتي ځواکونه له هېواده د دفاع توان لري د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا لپاره د نوي چوکاټ د رامنځته کېدو په ضرورت تاکيد وکړ. خو د اشرف غني د اطمينان باوجود د افغانستان د امنيتي حالاتو په باره کښې اندېښنې موجودې دي. د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني د تېر شورو په ورځ خبردارے ورکړ چې که امريکائي ځواکونه يې له هېواده ونه ځي نو کېدې شي دغه هېواد يو ځل بيا د کورني جنګ کتونکے شي.

کابل ته د بلېنکن سفر  د امريکې د ولسمشر جوبائيډن لخوا له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو له اعلانه وروسته ترسره شوے دے. هغه وويل: د دې وخت دے چې په افغانستان کښې د امريکې ترټولو اوږد جنګ خاتمه بيامومي. له دې وروسته چې جوبائيډن اعلان وکړ چې په تقريباً نورو پينځو مياشتو کښې به له افغانستانه ټول امريکائي فوځيان اوځي نېټو هم اعلان وکړ چې له امريکې سره په يو وخت به خپل ځواکونه هم له افغانستانه وباسي.

داسې ښکاري چې افغانستان ته د بلېنکن سفر د څو اهدافو په لړ کښې شوے دے. وړومبے دا چې له کابل سره د واشنګټن د تعلقاتو د دوام او له افغانستان سره د مرستو کولو په باره کښې افغان چارواکو ته اطمينان ورکړې شي. بلېنکن په دې اړه وويل چې امريکه به له افغانستان او د دغه هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپلو ډېپلومېټکو ملاتړونوته دوام ورکړي. بائيډن هم د دې په اعلانولو سره چې امريکه به نور د افغانستان په فوځي عملياتو کښې ګډون ونه کړي ادعا وکړه چې د دغه هېواد له حکومت سره د ډېپلومېټکو او بشردوستانه مرستو ته به دوام ورکړي.

دويمه مسئله د امريکائي ځواکونو راتلونکے حالت دے چې له افغانستانه به تر زيات نه زيات د ستمبر تر يولسمې بهر شي. خو داسې ښکاري چې د بائيډن حکومت له افغانستانه د فوځيانو د وېستلو باوجود د افغانستان په حکومتي ځواکونو او مختلفو ښارونواو سيمو باندې د طالب ډلې د حملو د زياتېدو او په حقيقت کښې په زياته اندازه د کورني جنګ شروع کېدو په اړه نوو اندېښنو ته په پام سره په نظر کښې لري چې امريکائي فوځيان د دغه هېواد په ګاونډي هېوادونو کښې ځاے پرځاےکړي. په دې لړ کښې نيويارک ټائمز د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کښې د فوځي ځواکونو د ځاے پرځاے کولو لپاره له لويديځو انډيوالانو سره د امريکې د دفاع د وزارت پنټاګان او استخباراتي ادارو ترمېنځ د غږملتيا خبر ورکړ. د دغې ورځپاڼې د ليکنې له مخې له دغه اقدام څخه د پېنټاګان مقصد د ترهه ګرو په اډې باندې د افغانستان له بيا بدلېدو څخه مخنيوے دے.پنټاګان په دې لړ کښې په سيمه کښې د امنيتي ځلاء له پېدا کېدو څخه د مخنيوي لپاره په تاجېکستان او قزاقستان يا ازبکستان کښې د فوځي ځواکونو ځاے پرځاے کول څيړي. دا مسئله په افغانستان باندې د طالب ډلې د بيا تسلط او د بائيډن له فېصلې سره د امريکې په دننه کښې د مخالفتونو په باره کښې نويواندېښنو ته په پام سره معنا پېدا کوي. که څه هم د ډېموکرېټو پارلېماني مشرې نېنسي پلوسي د بائيډن له اقدامه دفاع کړې ده خو ځينو ري پبلېکنو مشرانو په دې چاره سخته نيوکه کړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې روسيه له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو ځنډول په افغانستان کښې د جنګ جګړو د زياتېدو زمينه برابرونکي بولي. د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي ضمير کابلوف خبردارے ورکړ چې د امريکې له وروستۍ فېصلې نه پس به طالبان خپلې حملې لا سختې کړي. که دا سناريو عملي شي نو بيا هيله لرلې شوو چې د بائيډن حکومت به له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو په اړه بيا نظر کتنې ته مجبور وي.

امريکې په ۲۰۰۱ کال له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په افغانستان  حمله وکړه، خو د دوو لسيزو له قبضې نه پس هم چې د نېټو د ځواکونو په ملګرتيا سره يې بڼه ونيوه د امريکې او نېټو فوځي شتون په دغه هېواد کښې د ناامنۍ، تشدد، تاوتريخوالي او د نشه ايزو موادو د توليد و قاچاق له زياتوالي نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې.

---------

 

ټیګونه