Apr 20, 2021 05:33 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امریکايي پوځیان د وتلو په اړه شکونه شته دي

د افغانستان کاپوهانو ویلي چې له هیواده یې د امریکايي پوځیانو د بشپړې وتنې اعلان شکونه راپارولي دي.

د افغانستان کاپوهانو ویلي چې له هیواده یې د امریکايي پوځیانو د بشپړې وتنې اعلان شکونه راپارولي دي.

د افغانستان د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي  له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړې ایستنې اعلان د واشنګټڼ یوه نوې سیاسي لوبه وبلله او ویې ویل: که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي نو ښايي پر ځاې یې د امریکايي-صهیونیسټي امنیتي شرکت استخباراتي ځواکونه او یا نور ځواکونه راشي.

د افغانستان د سیاسي چارو یو بل کارپیژاندي داود عابدي هم د طلوع نیوز په یو پروګرام کښې وویل: یو امریکایي شرکت د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کښې د څه باندې ۹۰۰ میلیون ډالرو قرارداد په واک کښې اخیستې دی چې دا کار له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر له شک او تردید سره مخامخوي.

د افغانستان پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل خان هم په دې هکله وویل: باور مې نه شي چې امریکایان په بشپړه توګه افغانستان پریږدي او که لاړ هم شي نو دا به یې یوه لنډمهاله لوبه وي او بیا به راستانه شي.

هغه زیاته کړه: نن سبا په کابل کښې د امریکې سفارت تقریباً ۳ زره پوځیان لري چې د یوې سترې پوځي اډې په اندازه ځواکونه دي چې د سفارت د ساتونکو په نامه به دلته پاتې شي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکښې ویلي چې د راتلونکې ستمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې به له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي.

 

ټیګونه