May 13, 2021 06:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولس هوښیارتیا د لوی شیطان یعنې د امریکا شومي دسیسې شنډوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ چي د افغان ولس هوښیارتیا او یووالې به د لوی شیطان یعنې د امریکې دسیسې شنډ کړي.

ډګر جنرال محمد باقري د کابل د شنبې د ورځې د غمیزي او د لس ګونو بې ګنا زده کوونکو د شهادت په غندلو سره افغان ولس ته تسلیت وړاندې کړ.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په دغه بیانیه کې دې ته په اشارې سره چي د امریکې ترهګر رژیم د خپلو شیطاني موخو لپاره هر ډول جنایت روا بولي، زیاته کړه: د افغان ولس یو زړه توب او وحدت به د امریکې شومي موخي ناکامي کړي.

په بیانیه کې راغلې چي د واشنګټن منفور او پلید واکمنان د خپلو شیطاني موخو د تر لاسه کولو لپاره د بشریت په تیره بیا د مسلمانانو په وړاندې له هیڅ ډول جنایت څخه پرهېز نه کوي.

ډګر جنرال باقري زیاته کړه: په کابل کې دغه لوی جنایت په حقیقت کې په افغانستان کې د ۲۰ کلن د فوځي حضور په ناکامیو باندې د سرپوښ د ایښولو لپاره د امریکې د پټو او ښکاره اقداماتو یوه برخه ده.

د شنبې په ورځ په کابل کې د انجوڼو د ښوونخۍ مخې ته بمي چاودنه وشوه چي د امله یې په لسګونو ماشومانو ته مرګژوبله واوښته.

 

 

ټیګونه