Jun 06, 2021 06:16 Asia/Kabul

 ټاکل شوې ده ،  د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ  انتخابات د اوو کاندیدانو ترمینځ په سیالۍ سره  د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شي

 زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ د انتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمینځ   لومړنۍ مناظره پرون ناوخته د ایران د ټيلیویژني چینلونو په وسیله ترسره شوي  او په دغې مناظرې کې  کاندیدانو په اقتصادي برخې کې خپل  پروګرامونه  ولس ته وړاندې کړل .

 ددغې سیالۍ یوه کاندید سعید جلیلی  په دغې لومړنۍ مناظرې کې چې  په اقتصادي موضوع سره ترسره شوي ، دخپل پروګرام په  تشریح کولو  کې په دې خبرې په ټینګار سره  چې دیوه اصل په توګه به  دمحرومیّت ختمولو ته خاص توجه وکړي ، وئيلي ، باید د کارکسب ، دمعدنونو د فعالولو  او د اوومو شیانو دخرڅلاؤ  دمخنیوي  لپاره  په دقیقې پلانونې سره ،  د ملی کرنسۍ د ارزښت دزیاتولو او د تولید دټوپ وهنې لپاره   هڅه وشي .

 ددغو سیالیو بل کاندید سیدابراهیم رئیسي  هم د تولید دزیاتولو  او د کارکسب  دپیداکولو او دتولید  روڼتیاته  د پام لپاره :جذابیّت د خپلو پروګرامونو ترټولو مهم عنوان بللی او وئیلی ئې دي ، په مختلفو ډګرونو کې له فساد سره  جدي مبارزه  او  د خلکو داقتصادي مشکلاتو دختمولو او د انفلیّشن د کنټرولو  په ډګرونو کې هلې ځلې به  دخپل پروګرام په لومړیتوب کې وي .

سید امیر حسین قاضي زاده  هاشمي هم  بیرزوګاري  د ایران داقتصاد یوه ترټولو مهمه ستونزه بللې او په دې په ټيڼګار سره ئې  چې  باید د ملی کرنسۍ ارزښت زیات شي ، وئیلي ،  د ونډو په بازار او  بانکي حوزې کې ځيني  اقتصادي او  مالی قوانی  باید  د خلکو د ګټو د تامینولو او د اقتصادي مشکلاتو د  ختمولو لپاره اصلاح شي .

 علی رضا زاکاني هم  ددې خبرې په کولو سره چې  باید په درستو  اقتصادي ، کلتوري ، مدیریّت ،  اجتماع  او دبهرني سیاست حوزو کې جدیّت او  اصلاح ته مخه شي  وئيلی دي ، د مدیریّت په حوزې کې تمرکز کول  او  دتولید پر ټوپ وهنې  دهغه دحکومت تمرزک او لومړیتوب تر ټولو مهمه موضوع ده  او له اقتصادي فسادسره مبارزه ، دیوان سالاري  او  همداراز  اقتصادي وده  او د شتمنۍ مناسب ویش به جدیّت سره تعقیب کړي .

 محسن رضائي  هم  په دې په نیوکو سره چې  له اقتصاد سره د حکومت رابطه  او له ولس سره د اقتصاد رابطه منظمه شوې نه ده ، ،  له  خلکو سره اقتصادي مرستې ، دکار کسب رامینځة کیدا ، په کورونو کې دکارکسب پیدا کول ، د  هستوګنې د کورونو جوړول  او له بې وځلۍ سره  جدي مبارزه  د  خپلو کارونو  یو لومړیتوب بللی  او ټينګار ئې کړی دی ،  اقتصادي پروګرام چې  ئې برابر کړی دی ، د اوسني دفلاعي سیاسی  ایرنا تر څنګ به د یوه ستر اقتصادي ایران    لامل شي .

  محسن مهرعلی زاده هم  ددې خبرې په کولو سره چې د پراختیا په تیره بیسا د اقتصادي پراختیا  دتجروبه شوي علمي بیلګې  نه ګرځول  د هیواد یو مشکل دی وئيلی، دتولید دخنډونو ختمول  ، پر تولید دمالیاتو معافول ، تولیدونکو سره د نغدو  مرستې کول ، کارکسب رامینځةکول ، ټوریزم  او ژواک چاپيریال  د هغه دحکومت تر ټولو مهم پروګرامونه دي .

 عبدالناصر همتي  هم ټولنې ته د وړاندې کړائ شوو  موقتي  پیسو مخنیوی ، او د نقدینګۍ کنټرولول ، دکارکسب رامینځةکول ، ترټولو مهمې موضوعګانې بللی او وئيلی ئې دي ، دکرهڼې  برخې  او د  خلکو  اقتصاد ته جدي پام کول به په  حکومت کې ترټولو مهم اصل وګڼي .

 د ایران دولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ  دانتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمینځ  لومړنۍ ټیلیویژنی مناظره  پرون ناوخت تر  درو ګنټو پورې   شوي چې په دوو برخو ویشل شوي وه  او  اقتصادي موضوع ته بیله وه . ټاکل شوې ده ، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو ترمینځ دوهمه ټيلیوژيني مناظره هم  په سه شنبې او دریمه مناظره هم  راتلونکي شنبې ورځې  په همدغه ځاي کې ترسره شي .

 ټاکل شوې ده ،  د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ  انتخابات د اوو کاندیدانو ترمینځ په سیالۍ سره  د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شي


Image CaptionImage Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه