Jun 09, 2021 17:09 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د ولسمشرۍ  د انتخاباتو د دیارلسم پړاؤ د انتخاباتو د لړۍ په دوام کې له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده  دا ستفادې وړ مو وګرځي .

 د ایران په اسلامی  جمهوریت کې  انتخابات یو ځانګړی اهمیّت لري . په ایران کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  په مختلفو رودو او ګروهنو سره  ډير انتخابات ترسره شوي دي .

په اسلامی جمهوری نظام کې ، خلک پر خپلو رایو په تکیې سره  او د غوره او مصلحو  کسانو په ټاکلو سره  خپل او د  هیواد برخلیک ټاکي . خلک  په هریوه انتخاباتو کې په مختلفو لیدتوګو او رودو سره   پخپلو  رایو سره ښودلې ده چې پخپل ټاکل شوي سیاسی نظام اعتماد او باؤر لري او ملاتړی او پشتیبان ئې دي .انتخابات تل د ا سلامی جمهوري نظام  د ولسي اډاڼیو  د پياوړتیا لامل شوي  او د نوي رودو او فعالیتونو  او انګیزو لپاره ئې میدان پرانیستی دی . د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ   انتخابات  هم په داسې وخت کې ترسره کیږي ، چې  د ایران اسلامی جمهوریت د سلطې د نظامونو  د دباؤنو په وړاندې  دمقاومت او تل پاتیکیدا  لارې په کچ کولو سره ، په سیمې کې په یوه سټراټژیک قدرت بدل شوی دی .

په طبیعي توګه  د ا نتخاباتو په وخت،اصلاح غواړو او اصول پالو او خپلواکه سیاسی فعالو لورو پشمول درست دسیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې  خپل  فعالیتونه لازیاتوي.اوس د ولسمشرۍد دیارلسم پړاؤ د انتخاباتو د  تبلیغاتو په پيلیدا سره تائيد شووکاندیدانو خپل پروګرامونه زیاتره د ملی رسندوئې او انټرنیټي چینلونو له لارې ولس ته وړاندې کوي .سیالو کاندیدانو  همداراز  په مناظرو کې په ګډون سره د خپلوګوندي پروګرامونو چې د کاندید په چوکاټ کې معرفي کیږي ، دفاع  کوي .

                    د ایران د  وحدت  شورا  یوه غړي او اصول پال  سیاستوال اسد ا...  بادامچیان  د ۱۴۰۰لمریز کال د غبرګولې د اته ویشتمې نیټې په انتخاباتو کې  په غیر اسلامی  نظامونو کې  په پرتله کې  په ایران  کې د ګوندي نظام په توپیري بللو سره  دموتلفه ګوند د کړچار په باب   وئیلي دي ، خداي غواړی ګوند  د مسئولیّتونو لپاره ارزونې کوي .. پر دې اساس حقیقي اسلامی ګوند،  د هر یوه مسئولیّت لپاره  د لاغوره کس په معرفي کولو پسې  دی او هغه که د ګوند غړي هم نه وي .

Image Caption

 

 

بادامچیان روښانه کړې چې دغه فرهنګ لامل شوی د اسلامی انقلاب له هماغه پیله تردې دمه په انتخاباتو کې معمولاپه ډله ایز ډول  داسلامی انقلاب  دارزښتناکې کرښې په ټولګې  حرکت کوو .

د ملت د اتحاد ګوند دمرکزي شورا یوه مسئول مقام حسین نقاشي  هم باؤري دی ،یوه هغه موضوع چې د اصلاحاتو دبهیر لپاره له ډير اهمیّته برخمنه ده ،  په ټولنې کې د بیا اعتماد جوړونې بحث دی ،  اعتماد جوړنه باید د خلکو لپاره رامینځةشي او د دوي له خوا د معرفي شوو  کسانو ، شعارونو او پروګرامونوڅخه کلکه دفاع وشي،پردې اساس اجماع رامینځةکونکی اورګان  په لومړني وخت کې په خلکوکې د خپلو رایو د مرکز او د اصلاحاتو د  بهیر  ترمینځ  اعتماد  جوړونه ، پخپل لومړیتوب  او پروګرام کې شامل کړي. دغه  پيښه به رامینځة نه شي ، مګر دا چې  په زیاتره پروګرامونو  او شعارونو او اقداماتو کې  خلکو ته ډاډ ورکړي  چې  له هغو کسانو به ملاتړ وکړي چې  په اوسنیو شرائطو کې بدلون رامینځةکړي،هغه کسان چې له فساد او توپیر سره دمقابلې لپاره لازم جراءت  ولرل شي اود مشکلاتو په باب د هغو ډلو ټپلو په وړاندې چې   له بدلون  او چینج سره مقابله کوي  ودریږي،یعني داسې کسان وټاکل شي،چې پخپلې کارنامې کې دا جراءت ولرلي او داسې پروګرامونه ولرل شي ،چې  په یوه څلور کلن  بهیر کې ددغه بدلون او چینج  امکان رامینځةکړي    .

             د اصول پال لوري یوه مسئول مقام محسن کوهکن هم د راتلونکي ولسمشر د ځانګړنو په باب وائي،مونږ په داسې شرائطو کې یوو چې هغه کس چې د ولسمشرۍ  لپاره  دمدیریّتي چارو په  سر کې راځي،باید یو پوهه  له قوا سره په تعامل کې  کس وي .دداسې کسانو په باب چې په سمه او یا ناسمه  ئې نامه دکاندید په توګه  مطرح  شوی ، باوري یم  ددې په ځاي چې  په پیل کې د هغه په ټاکنې پسې شو،باید د چورلیزې معیار پسې شو . هر هغه اقدام چې  د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې لازیات شتون سره مرسته کولی شي ،  او یو قانوني اوشرغي  اقدام وي ، باید ورځیني  استفاده وشي . د  اسلامی انقلاب معظم لارښود   یوې ښئ ټاکنې خوښولو لپاره ولولناک او له ځوږه ډک انتخابات  غواړي . دا موضوع که  محققه شي ،  نو  ګتې ئې پخپله د ولس لپاره  دي . پر دې اساس  نه یوازې په ایران کې ،بلکې  ددنیا په ډيرو هیوادونو کې  د ګوندونو ترمینځ دسیالۍ بحثونه  دي .سیالي د مختلفو لیدتوګو په اساس  کیږی او  هیڅ ممنوعیّت هم نه لري .  زه باؤري یم  باید  تشکیلاتي کار وشي  څو  انتخاباتي ډګر لازیات ګرم  او له ځوږه ډک شي .

Image Caption

 

د  اسلامی شورا  د عمرانیاتو  د کمیشن یوه مسئول مقام  اقبال شاکري هم  د ولسمشرۍ او د ښار او کلو د شوراګانو په انتخاباتو کې د لازیات ګډون موضوع اهمیّت   په باب  وائي ؛ انتخابات ډ د مونږ د هیواد لپاره ډير مهم دي او ویل  کیدلی شي ،  په نړۍ کې یوازینی سیاسی نظام دی چې  په متوسط ډول مو په کال کې  یو ځل انتخابات ترسره کړي  دي  او دمونږ  ولس له لوړې سوئې رانیولې تر ټيټې سوئې پورې  درست مسئولان او پخپله ټاکي . دا د ولسواکۍ او مخ په ترقۍ  روان یو اصل او په حقیقت کې په دنیا کې د مونږ د اسلامی انقلاب  یو ویاړ دی چې د خپل سیاسی  او اجتماعي برخلیک  کې د خلکو د ګډون لپاره   ئې له دیني تعلیماتو څخه استفاده کړې ده . که څه هم  په انتخاباتو کې دمونږ ګډون  هر څومره ولولناک او له  ځوږه ډک وي ،نو په هماغه اندازه  زمونږ لپاره  دسیمې او نړۍ په  سویه لازیات امن او کراری برابروي  او دغه زیاتره  شتون،د هیواد په داخل او بهر کې د ډيرو حاشیه اي مشکلاتو حل  دی . دم ګړۍ په بالقوه توګه  او په کافی اندازه  دانتخاباتو لپاره  کاندیدان شته دي  چې لامل کیږي،خلک  په مختلفو سویو او ګروهنو سره د سیالۍ میدان  ځان ته جلب  کړي . داپه داسې حال کې دی چې  همدغه  اوسني مشکلات  له مخکې لازیات  شفافو ، سمو  او  ولولوناکو انتخاباتو ته  اړتیا لري ، ځکه چې  که  ولولناک شتون او سم انتخاب  وکړو ،   او هغه کسان چې  له ولس  او د دوی له دردونوسره ملري شي ،  غوره شي ، نو دمشلاتو دحل لاره به لازیاته هواره شي . *

                 څرګنده ده چې د انتخاباتو په هر پړاؤ کې له مختلفو ګوندونو او ډلو ټپلو زیات شمیر کاندیدان  شتون لري د ولسمشرۍ دانتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کې هم په مختلفو ګروهنو او لیدتوګو سره اوه   کاندیدان  په انتخاباتو کې  سره سیالي کوي .

 د شورای نګبهان  ویندوي عباسعلی کد خدایی په دې زمینې کې وائي،په هغو کلونو کې وه چې یو شمیرخاص کسان مو درلودل او ممکنه ده یوه بله سیاسی فضا مو درلودلئ   البته ټينګار مو کړی،هغه کسان چې توانمنۍ  لري ،راډګر ته دې شي  او  خپلې سیاسی سلیقې او ګروهنې دې نندارې ته وړاندې کړي .

 انتخاباتي سیالۍ  د انتخاباتو په بهیر کې  یوه برخلیک ټاکونکې او مهمه مرحله ده  دغه مرحله  دانتخاباتو په ولولناک کولو کې مهم رول لري .

څرګنده ده  هغه کاندیدان چې  انتخاباتي سیالۍ ډګر ته دانګي ، پخپلو کې سره توپيري لیدتوګو او  ګروهنو سره  خپل پروګرامونه  او کړن لارې وړاندې کوي . تمه کیږي،چې ددغو بحثونو،نیوکو او نظرونو  بهیر ،د هغو کاندیدانو ټاکل  شي ، چې  د ولسمشرۍ په ډګر کې  دخپلو  ژمنو دپوره کولو لپاره  زیار وباسي  او عمل پال  فعالیت او اقدامات  وکړي .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه