Jul 09, 2021 12:30 Asia/Kabul

د ایران دخارجه وزیر سلاکار  ددې خبرې په کولو سره چې  باید  په افغانستان کې د داخلی جنګ  مخه ونیول شي ،  او په دې اړه ګام پورته شي ،زیاته کړې ،  پخپله افغانانو ترمینځ دې خبرې اترې  وشي .

 زمونږخبریال راپور راکړ ، د جنوبی  آسیا په چارو کې د ایران دخارجه وزیر  سلاکار سید رسول موسوي  نن سهار په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي ، هغه درستې پيښې  چې په افغانستان کې رامینځةشوي دي ، په دغه هیواد کې د امریکا پریکنده پوخي ماتې ته ورګرځي .

  رسول موسوي زیاته کړې ده ،امریکا  په افغانستان  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  یرغل وکړ او تر شلو کلونو پورې ئې  خپلې  مختلفې سټراټژۍ  وآزموئيلې او افغانستان ئې د خپلو وسلو په ازمیښت ځاي بدل کړ ، خو  له دغو درستو چارو سره سره  ئې ، ماته وخوړه او  هغلته ئې د ځان لپاهر  هیڅ راتلونکی هم پرې نه ښود .

 هغه په دوام کې ووئيل ،  له هغه وخته  چې  د امریکائي ترهه ګرو لپاره  پوځي ناکامي روښانه  شوي ، دوي هڅه کړې  دغه ماته یو ډول په سیاسی وتنې بدله کړي  او د وتلو  بحث  ئې مطرح کړ او په قطر کې ئې  له طالبانو ډلې سره خبرې اترې پيل کړې  او ځانونه ئې وژغورل .

د ایران دخارجه وزیر سلاکار  ددې خبرې په کولو سره چې  باید  په افغانستان کې د داخلی جنګ  مخه ونیول شي ،  او په دې اړه ګام پورته شي ،زیاته کړې ،  پخپله افغانانو ترمینځ دې خبرې اترې  وشي .

سید رسول موسوي  دې ته په اشارې سره چې  ایران کابو څلور کاله مخکې  د افغانانو ترمینځ د  مینځګړیتوب نیّت درلود او ګام ئې پورته کړ ، ووئیل ،  امریکایانو  پخپل نفوذ سره  اجازت ورنکړ څو دغه کار ترسره شي .که  هغه مهال اجازت ورکړل شوی وائ ، نو اسلامي ایران  خپل مثبت رول لوبوۀ او هغه ډيرې پيښې چې  رامینځة شوي  ورسره به مخامخ شوي نه وو . . امریکایان سره  له دې چې  له  افغان حکومت سره ئې سټراټژيک تړون لاسلیک کړی ، خو  ددغه هیواد  له وسلوالو مخالفانو یعني له طالبانو سره ئې یو اړخیزې خبرې اترې وکړې او له بده مرغه  اوسنی لاره ئې راوپنځوله .  په عین حال کې د ایران د خارجه وزیر سلاکار ټينګار کړی ،  خبرې اترې باید د افغانانو ترمینځ ترسره شي ،نه دا چې یو پرَدی هیواد له یوه لوري سره  خبرې اترې وکړي .

 

ټیګونه