Jul 26, 2021 13:35 Asia/Kabul
  • ایران ته  د قطر د خارجه وزیر سفر  او د مناسباتود نوي سپرکې پراختیا

د سولې دخبرواترو ، په څو اړخیز پالنې اصل باندې د ټينګار،په سیمه ایزو مناسباتو کې د پرَدَیو د لاسوهنو ختمولو او د تل پاتې امنیت د رامینځةکولو لپاره دیوه هراړخیز حرکت په باب د خبرواترو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی د ټولو لپاره دی.

 د ایرا ن د اسلامی جمهوریت  نوي ټاکل شوي ولمشر سید ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته په تهران کې د قطر  له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحما آل ثاني  سره په کتنې کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  ایران ثابته کړې ده ، یو د باؤر وړ او ډاډمن شریک  دی ،وئيلي دي ،ا یران  د خپلو ګاونډیانو خیرغواړی دی .

ابراهیم ریئسي  په دغې کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران او قطر دوه ملتونه   دیني وروڼه او د یوه بل سیمه ایز شریکان دي ، زیاته کړې ده ، تهارن  له دوحې سره د اړیکو ځانګړی اهتمام لري  او  د ایران دراتلونکي حکومت په بهرني  سیاست په لومړیتوب کې به ګاونډیان وي .

 د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې  د نوي ټاکل شوي ولسمشر ته  د قطر د امیر د مبارکۍ  د پيغام او سلام په رسولو سره  ووئیل ،قطر  د دوو اړخیزو اړیکو د پياوړتیا او  د ایران د اسلامی جمهوریت په ملګرتیا سره  د سیمی  د امنیت د تامینولو لپاره په هلوځلو پسې دی .

 د تهران او دوحې اړیکې ، پر دوو اړخیزو اقتصادي  او سیاسی مناسباتو سربیره ،په سیمې کې  د روانو بدلونونو له پلوه هم ډیر  اهمیّت لري .په دې زمینې کې یو مهم او د پام وړ ټکی ،د سیمه ایزو اونړیوالو  مسئلو په  چوکاټ کې  خبرواترو  او تفاهم ته پر مخه کولو د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر ټينګار دی .   

بل مهم ټکی ، د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پر ضرورت او هراړخیز امنیت باندې د ایران ټینګار دی

دایران  نوي منتخب ولسمشر له دې مخکې هم  د قطر له امیر سره په ټيلیفوني خبرو کې  روښانه کړې ده،تهران  دقطر پشمول له درستو ګاونډیانو سره د ترټولو ښو اړیکو غوښتونکی دی .ابراهیم رئیسي دبندیز اوزیاتره دباؤ په پړاؤ کې د دوو اړخیزو اړیکو لوړتیا، د دواړو هیوادونو د اړیکو د تل پاتیکیدا ضامن بللي دي .

 تهران ته دقطر دخارجه وزیر سفر،د دیارلسم حکومت د کار د پیلیدا په درشل کې  دغه لیدتوګه د یوه خاص پیغام  لرونکی دی .

 په دغو اړیکو کې یو اساسی ټکی ،د هغه ډله ایز امنیت رامینځةکیدا ده چې د نوی حکومت د سیمه ایز بهرني سیاست د نظرئې اصلي برخه ده .په بهرني سیاست کې  ددغه اصل اهتمام ،د سیمې دهیوادونو لپاره پرمختګ او ثبات  او سوله  ډالۍ کولی شي .

پر دې  موضوع د ایران داسلامی جمهوریت  نوي ټاکل شوي ولسمشر د ګاونډیو او دوستو  هیوادونو له مشرانو سره په ټيلیفوني خبرو کې ټينګار کړی دی .رئیسي  تیره اونۍ  د عمان له سلطان  هیثم بن طارق سره  هم په ټيلیفوني تماس کې  روښانه  کړې ده ،د سیمې  په مهمو مسئلو او موضوعګانو کې  له ګاونډیانو سره  تعامل ، خبرې اترې ،مشورې او همفکري به د دیارلسم حکومت د ډيپلوماسۍ لومړیتوب وي . 

دغه څرګندونې پردې واقعیّت ټینګار لري،چې ایران تل  له ګاونډیانو سره خبرواترو ته تیار دی .فارس خلیج سیمه اوس له بل هر وخته زیات  د دوستانه اړیکو او همپالنې ته اړتیا لري .په سیمې کې د امنیت ساتل ، د پرَدیو  شتون او د وسلو سیالۍ ته هیڅ ضرورت نه لري ،بلکې  له چټي فضا جوړونو  او  د تورونو له   لګولو  لیرې  کلک هوډ او ارادې سره  مشروط دي .

د نړیوالو  اړیکو یو څیړاند  او شناندی عبدا... بن صالح باعبود  دسیمې پر برخلیک د ددغو اړیکو د اغیزشیندنې په یوه تحلیل کې وائي،د ایران او دفارس خلیج دڅنډې عربو هیوادونو خبرې اترې اوملګرتیا، دسیمې لپاره سوله اوثبات ډالۍ کولی او  په سیمې کې د پرَدیو شتون  او وسلوالې سیالۍ کمولی شي .

د سولې دخبرواترو ، په څو اړخیز پالنې اصل باندې د ټينګار،په سیمه ایزو مناسباتو کې د پرَدَیو د لاسوهنو ختمولو او د تل پاتې امنیت د رامینځةکولو لپاره دیوه هراړخیز حرکت په باب د خبرواترو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی د ټولو لپاره دی.

  د اقتصادي  اړیکو په چوکاټ کې  به هم  دنوي حکومت د اقتصادي ډيپلوماسۍ اصلي لومړیتوب ، د ایران  ګاونډیان وي،نو ځکه دغو کړچارونو او هغه  اعتماد ته  په پام سره چې  د ایران او قطر ترمینځ شته،وئیل کیدلی شی په مختلفو  سیاسی اقتصادي او کلتوري ډګرونو کې  د تهران  او دوحې د اړیکو پراختیا په بشپړ ډ ول ترلاسه کیدلی شي .په تیره بیا دا چې د قطر دکلابندۍ په څلورو کلونو کې  د ایران منطقي دریځونو ، د ایران او قطر  د دوو ملتونو پيوندونه لازیات پیاوړي او مضبوط کړي دي .

 

 

ټیګونه