Jul 27, 2021 04:15 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ایران د تیکوانډو ملي لوبډله د جاپان په وړاندې په مقتدرانه بریا سره وتوانیدله چې د اولمپک د ټیمي سیالیو فاینل ته ځان ورسوي.

د ایران د تیکوانډو ملي لوبډله د جاپان په وړاندې په مقتدرانه بریا سره وتوانیدله چې د اولمپک د ټیمي سیالیو فاینل ته ځان ورسوي.

د ایرنا د خبر له مخې د تیکوانډو د نړیوال فیډریشن د وړاندیز او د اولمپک د نړیوالې کمیټې IOC د تایید له مخې، د تیکوانډو ګډې ډله ایزې سیالۍ په وړومبي ځل د ټوکیو په اولمپک لوبو کښې په ازمیښتي توګه ترسره کیږي او په دې منځومان کښې د ایران او چین ټیمونه کامیاب شول چې د نړیوال کپ او د جنګي هنرونو د سیالیو له لارې په دغو مقابلو کښې خپله ونډه ترلاسه کړي او د نړیوال فیډریشن د اعلان له مخې په کښې د چین، آیوري کاسټ Ivory Coast، روسیې او جاپان لوبډلې هم شتون لري.

ایران او جاپان په دویمه ډله کښې وو چې پرون د دغو سیالیو په دریمه ورځ یو بل ته مخامخ شول او بلآخره د ایران د تیکوانډو لوبغاړي د ۵۲ پر ۳۱ نتیجې سره کامیاب شول او فاینل ته ووتل.

چین، آیوري کاسټ Ivory Coast او روسیه هم په دویمه ډله کښې وو چې له دغې ډلې څخه چین د خپلو سیالانو په وړاندې په دوو بریاؤ سره وتوانیده په فاینل یا پاې لوبه کښې د شتون جواز ترلاسه کړي.

له ټوکیو اولمپک څخه بل خبر دا چې د ایران د والي بال ملي لوبډلې هم وړمه ورځ د وینزویلا په وړاندې خپله دویمه لوبه هم په ۳-۰ نتیجې سره وګټله. دغه ټیم په خپلې وړومبۍ سیالۍ کښې د پولینډ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

 

ټیګونه