Jul 29, 2021 12:55 Asia/Kabul
  • له اقتصادي جنګ سره د مقابلې لار د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو زياتول دي

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: له اقتصادي جنګ سره د مقابلې لار د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو زياتول دي.

د خانه ملت خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف د سوريې دبهرنيو چارو د وزير فېصل مقداد په کتنه کښې چې په دمشق کښې د هغه استوګن ځاے ته ورغلے ؤ په دې باندې په تاکيد سره چې له سوريې او د مقاومت له محور سره د امريکې او صهيونېسټ رژيم ترملاتړ لاندې د ترهه ګرو د يو لسيزې له سخت جنګه وروسته اوس دښمنانو د جنګ ډګر بدل کړے دے او د اقتصادي جنګ کتونکي يوو نوو په داسې حالاتو کښې پکار دے د سوداګرو، اقتصادي فعالانو، صنعتګرانواو د خصوصي يا پرائيوېټ سېکټر د ټولو فعالانو د لارې خنډونه لرې کړې شي چې د تجارتي تعلقاتو په ودې سره په اقتصادي جنګ کښې هم کاميابي ترلاسه کړې شوو.

قاليباف د ايران، سوريې او د مقاومت د محور د نورو هېوادونو په خلاف د صهيونېسټي رسنيو فضاء جوړونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: له دغه اقتصادي جنګ سره د مقابلې يوازېنۍ لار د اسلامي هېوادونو په تېره بيا د مقاومت د محور هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو زياتول دي.

د سوريې خارجه وزير فېصل مقداد هم په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران له اسلامي جمهوريت سره تعلقات د د سوريې د ولس په زړۀ او روح کښې جرړې لري تاکيد وکړه چې پکار دے په ټولو برخو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ تعلقات وده ومومي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په سيمه کښې د مقاومت د محور قوت ورځ په ورځ په زياتېدو دے واضحه کړه، په داسې حالاتو کښې پکار دے د دواړو هېوادونو ترمېنځ تجارتي او اقتصادي راکړه ورکړه هم ترممکنه حده ترټولو اوچتې سطحې ته ورسي.

 

ټیګونه