Jul 30, 2021 12:51 Asia/Kabul
  • قاليباف د نړۍ سياسي او مذهبي شخصيتونو ته د غدير خُم د اختر مبارکي وويله

د ايران د اسلامي اسلامي شورا د جرګې مشر په خپلو بيلا بيلو پېغامونو کښې د نړۍ د اهلبېتو (ع) پېروکارو سياسي او مذهبي شخصيتونو ته د غدير خم د اختر مبارکي وويله.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې د محمد باقري قاليباف د مبارکۍ په پېغام کښې راغلي دي: د خداے ګران پېغمبر (ص) خداے پاک په حکم د ولايت په لوړ مقام د اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) په ټاکلو سره د غدير خم د اختر له ورځې څخه د سترو الهي انبياؤ عليهم السلام د لارې د دوام  ټاکنه شوي او ضمانت ِيې ورکړې شوے دے.

پرون د ذي الحجې يا لوے اختر د مياشتې اتلسمه نېټه د غدير خم د نېکمرغه او د مسلمانانو د ډېر لوے اختر ورځ وه.

غدير خُم د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ د يوې سيمې نوم دے چې د خداے ګران پېغمبر خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) د حجت الوداع په موقع له يو لک نه د زياتو مسلمانانو حاجيانو په غونډه کښې حضرت امام علي (ع) له ځانه وروسته د ټولې نړۍ لپاره خپل جانشين او ولي اعلان کړ.

 

ټیګونه