Jul 30, 2021 13:36 Asia/Kabul
  • د امريکې او لويديځوالو د بدقوليو په اړه د ملګرو ملتو مشر ته د ظريف خط

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ملګرو ملتو مشر ته په يو خط کښې د امريکې او لويديځوالو بدقولۍ بيان کړې.

د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د تصويبېدو د شپږمې کليزې په مناسبت د دغې نړيوالې ادارې مشر انتونيو ګوټرش ته په يو خط کښې د لويديځوالو لورو د ټولو بدقوليو نتائج د يو سند په توګه  د ملګرو ملتو په دارلانشاء کښې ثبت کړل.

دغه خط د برجام په اجرا کښې د لويديځ د بدقوليو شپږ کلن اسناد چې له دې مخکې په مختلفو مناسبتونو د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير لخوا ليکل شوي دي د محمد جواد ظريف په سريزې سره په فارسۍ او انګرېزۍ ژبو خپور شو.

د محمد جواد ظريف لخوا تاليف شوې له دوو سوو نه زياتو مخونو مشتمله دغه ټولګه  دخارجه وزارت د سياسي او نړيوالو مطالعاتو د مرکز لخوا چې اوس يې ډيجيټلي نسخه د عامه خلقو د لاسرسائۍ لپاره خپره شوې ده.

د سياسي او نړيوالو مطالعاتو د مرکز د اعلان له مخې د کتاب چاپي نسخه به هم په راتلونکو هفتو کښې په خپرندويه بازار کښې ترلاسه کېدې شي.

د ملګرو ملتود امنيت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک له مخې د ايران په خلاف ټول وسله ايز بنديزونه ختم شول.

د امريکې حکومت  د برجام اېټمي مواقې په وړاندې د ملګرو ملتو د پرېکړليکونو په خلاف تر اوسه په هيڅ يوې ژمنې او وعدې عمل نه دے کړے.

 

ټیګونه