Jul 31, 2021 04:33 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد

په اسلام آباد کښې د ايران سفير او د پاکستان د سېنټ مشر د ايران او پاکستان د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني پرون په اسلام آباد کښې د دغه هېواد د سېنټ له مشر سره کتنه وکړه.

د ايران سفير په دغه کتنه کښې د دواړو دوستو او ګاونډي هېوادونو د تعلقاتو او ملګرتيا له مخکې نه د لا زياتې مضبوطيه په ضرورت تاکيد وکړ.

د پاکستان د سېنټ مشر په سيمه ايزو او نړيوالو ټولنوکښې د ايران او پاکستان د ملګرتياو په ستائنې سره وويل: د ايران او پاکستان تاريخي، مذهبي، کلتوري او جغرافيائي مشترکات د هر اړخيزو تعلقاتو او ملګرتيا د پراختيا لپاره يو لوے ظرفيت او فرصت دے.

په دغه کتنه کښې همدارنګ له ايران څخه د پاکستان د بلوچستان مختلفو سيمو ته د ايران د برېښنا د صادراتو په شمول د انرجۍ په برخه کښې د دواړو هېوادونو له ملګرتياو سره اړوندو وروستي حالات وڅېړل.

 

ټیګونه