Jul 31, 2021 16:01 Asia/Kabul
  • د امریکاد بدلوظۍ په اړه د ملګروملتو سرمنشی ته د ایران لیک

د بایډن د ولسمشرۍ په پړاو کې هم د امریکا حکومت کړچار هماغه راز په برجامی ژمنو په عمل سره ډیر زیات واټن لری .

د امریکا حکومت د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په اپوټه د ایټمی موافقې په وړاندې په خپلې هیڅ ژمنې عمل ندې کړی .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف انتونیوګوتریش ته په یوه لیک کې د دې موضوع په بیانولو سره د ملګروملتو په سیکرټریټ کې د سند په توګه د لویدیځو لورو ټولې بدلوظۍ ثبت کړې .

د ۲۰۱۵ میلادی کال د جولایی په ۱۴ برجام له ۱۳ کلونو خبرواترو وروسته لاسلیک شو . برجام یوه اونۍ وروسته د امنیت شورا د  ۲۲۳۱ پریکړه لیک  سره تایید شو . برجام د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې د دواړو لورو ژمنې جوتې کړي دي چی باید پرې عمل شوې وای خو د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د می په اتمه په رسمی توګه له دغې څو اړخیزې موافقې د امریکا د وتلو اعلان وکړ .

د بایډن د ولسمشرۍ په پړاو کې هم د امریکا حکومت کړچار هماغه راز په برجامی ژمنو په عمل سره ډیر زیات واټن لری .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د تیرې اونۍ په شورو ورځ د دولسم حکومت له ولسمشر اوکابینې سره په وروستۍ کتنه کې جوته کړه امریکایان په دغو خبرواترو کښې په خپل غلیمانه دریځ باندې ټینګ ودریدل او یو قدم هم رامخته نه شول، هغوي په ژبه او ژمنه وايي چې بندیزونه اوچتوي خو اوچت یې نه کړل او نه یې ختموي، له دې نه علاوه شرط هم ږدي او وايي چې باید په هم دې موافقه کښې یوه جمله ورځاې کړو چې بیا دوباره د ځینو موضوعاتو په هکله خبرې وشي ګني نو هیڅ موافقه به ونه کړو.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي زیاته کړه  هغوي غواړي د دې جملې په راوستلو سره، د برجام د اصل او توغندوي او سیمه ایزو مسائلو په هکله د خپلو راتلونکو لاسوهنو لپاره یوه پلمه برابره کړي . 

امریکا په وروستیو لسیزو کې تل ښودلی ده چی نړیوالو موافقو ته په پایبندۍ کې پخه ژمنه نلری . برجام هم د امریکا له دغه کړچاره مستثنی نه وو .

د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیوګوتریش هم په دې وروستیوکې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا په بهیر د اندیښنې په څرګندولو سره له واشنګټن وغوښتل د ایران پرضد بایکاټونه لغوه او معافیتونه تمدید کړی .

په نړیوالو اداروکې د روسیې استازی میخاییل اولیانوف د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې یادونه وکړه د ویانا د خبرو اترو د موافقې هدف د برجام د اصل احیادې نه زیات  یا کم . 

د برجام د ژمنو خلاف ورزۍد نړیوالو ژمنو په نسبت د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له تصویبیدا له شپږو کلونو وروسته د اندیښنې سویه زیاته کړی ده .

په حقیقت کې امریکایان د ایران د بایکاټونو بشپړه لغوه کیدا او د برجام په وړاندې د امریکا د پخوانی حکومت په شان کړچارونو د نه تکرارولو په اړه د تضمین ورکولو ته چمتوندی او دې ته  حاضر ندي چی دا حقیقت ومنی موجود مشکلات د هغو د ویجارونکۍ یو اړخیز پالنې ، زور ویونکیو غوښتنو او غیرمنطقی کړچارونو له امله دي .

په نړیوالو سازمانونو کې د ایران دایمی استازی او سفیر ښاغلی کاظم غریب ابادی په ویانا کې په یوه مرکه کی په دې زمینه کې وایی امریکا او لویدیځوال په مزاکراتو کې په خاصو هدفونو پسې وو ، دغې موضوع وښودله چی هغو هماغه راز ایټمی موافقې ته د توغندوی او سیمه ایزو مسلو په شان غیراړونده موضوګانو ته د ورداخلیدا لپاره د پل په توګه وینی .

انتونیوګوتریش ته د ایران لیک د برجام د ساتلو لپاره د تهران د ارادې یادونه ده ، خو ایټمی موافقه څواړخیزه موافقه ده ، په دې اساس په یو اړخیزه اجرا سره ترې د زیاتې نتیجې تمه نشی درلودلی .

 

 

ټیګونه