Aug 01, 2021 05:27 Asia/Kabul
  • د ایران د اسمان نننې امنیت د پیاوړې هوايي دفاع په برکت دی

د ایران د سویل ختیځ د دافع هوا سیمې مرستیال قومندان ټینګار وکړ چې نن سبا د ایران د هوايي حدودو امنیت د هوايي دفاع د اقتدار نتیجه ده.

د ایران د سویل ختیځ د دافع هوا سیمې مرستیال قومندان ټینګار وکړ چې نن سبا د ایران د هوايي حدودو امنیت د هوايي دفاع د اقتدار نتیجه ده.

امیر نصر ا... هوشمند وویل: د دافع هوا قدرت برکت دی چې دښمن د ایران په هوايي حدودو باندې د تیري فکر نه کوي.

هغه زیاته کړه چې امنیت داسې په اسانه نه ترلاسه کیږي او په هیواد کښې مثالي امنیت د ایران د وسله والو ځواکونو او کارکونکو د زحمتونو نتیجه ده.

ښاغلي هوشمند د ولایت او امامت د لسیزې او د غدیر د نیکمرغه اختر په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: پکار دي چې د دیني، سیاسي، ټولنیزو، اخلاقي او پوځي په شمول د ژوند په ټولو برخو کښې حضرت امام علي علیه السلام خپل سرمشق او مثال وګرځوو ځکه چې هغه بزرګواره امام یو ممتاز او بیلګه شخصیت درلود.

 

ټیګونه