Aug 01, 2021 06:07 Asia/Kabul
  • جواد فروغی
    جواد فروغی

د جنوبي کوریا په پلازمینه کښې د ایران سفارتخانې په ټوکیو اولمپک لوبو کښې د شوټنګ میډل ګټونکي ایراني لوبغاړي خلاف د جنوبي کوریا د لوبغاړي غیرسپورټي ادعاؤ ته غبرګون وښوده

د جنوبي کوریا په پلازمینه کښې د ایران سفارتخانې په ټوکیو اولمپک لوبو کښې د شوټنګ میډل ګټونکي ایراني لوبغاړي خلاف د جنوبي کوریا د لوبغاړي غیرسپورټي ادعاؤ ته غبرګون وښوده

په سئول کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون په یوې خبرپاڼې کښې د جواد فروغي خلاف د جنوبي کوریا د لوبغاړي له څرګندونو وروسته چې د بې خبرۍ او د ایران دښمنه رسنیو د تبلیغاتو له امله وشوې، دغو خبرو ته غبرګون څرګند کړ.

په سئول کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارتخانې په خپلې بیانیې کښې، په ټوکیو اولمپک کښې د شوټنګ په سیالیو کښې د سرو زرو د میډل د ترلاسه کولو په وجه جواد فروغي ته د مبارکۍ په ویلو سره د نړۍ د نورو هیوادونو له لوبغاړو وغوښتل چې شخصي مسائلو ته له داخلیدو ډډه وکړي او د ایران د ملي ویاړ او احساساتو احترام وکړي او د ناروا او غیراخلاقي او غیرورزشي تور پورې کونې دې ډډه وکړي.

د ویلو ده چې د جنوبي کوریا د شوټنګ اتل «جین جونګ او» په یولړ غیرسپورټي څرګندونو کښې د جاپان په اولمپک سیالیو کښې د جواد فروغي په بریا او د سرو زرو د میډل په ګټلو نیوکه کړې وه.

 

ټیګونه