Aug 02, 2021 13:29 Asia/Kabul
  • له ۷۳ هېوادونو څخه د ۱۱۵ رسمي چارواکو په شتون سره د ولسمشر د سوګند پورته کولومراسم

د ايران د اسلامي شورا د جرګې رئيسه پلاوي وياند وويل: د ولسمشر د سوګند پورته کولو مراسم د راتلونکي زيارت په ورځ له ۷۳ هېوادونو څخه د ۱۱۵ رسمي چارواکو په شتون سره جوړيږي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد نظام الدين موسوي په يوې خبري ناسته کښې د  دغو مراسمو د جوړېدو د جزئيتو په بيانولو سره وويل: د دغو ملي مراسمو د اهميت په وجه او د دوو اصولو په خيال ساتلو يعنې د مراسمو په شانداره او باعزته توګه جوړولو او د روغتيائي پروټوکولونو په خيال ساتنې سره بهرنيو او کورنيو مېلمنو ته بلنه ورکړې شوه.

هغه زياته کړه: د وروستيو اطلاعتو له مخې تر اوسه په دغو مراسمو کښې د ګډون لپاره د مختلفو هېوادونو لسو تنو مشرانو خپل چمتووالے اعلان کړے دے.

موسوي وويل: همدارنګ د پارلېمانونو شل مشران، يولس تنه خارجه وزيران، لس تنه د مختلفو سطحو وزيران او د مختلفو حکومتونو د مشرانو خاص استازي د مختلفو پارلېماني پلاو په قالب کښې په دغو مراسمو کښې شرکت کوي.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د رئيسې پلاوي وياند واضحه کړه، د يولسو نړيوالو او سيمه ايزو ادارو استازي هم په مراسمو کښې د حاضرېدو چمتووالے اعلان کړےدے چې د ملګرو ملتو د مشر، د اوپېک د مشر، اروپائي، اورېشيائي، اسلامي بين المجالس او جي اتۀ ادارو د مشرانو استازي پکښې شامل دي.

 

ټیګونه