Aug 02, 2021 15:47 Asia/Kabul
  • د معظم رهبر لارښؤنه او د خلقو شتون په تېرو اتو کلونو کښې د ايران د حکومت د کاميابۍ راز  دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لارښؤنه او ملات او په ډګر کښې د خلقوشتون په تېرو اتو کلونو کښې د حکومت د کاميابۍ راز ؤ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسن روحاني د دولسم حکومت د لوړرتبه مديرانو په کتنه کښې وويل: د بهرنيو ميليارډونو ډالرو جذبول، د جنوبي پارس د مېدانونو د پراختيا د منصوبې د ټولو مراحلو تکميل، د معادنو د برخې پراختيا، د رېلوے ټرانسپورټ د بېخ بناو، لارو او بندرونو پراختيا، د بند جوړونې په برخه کښې ترلاسه شوې پراختيا، د برېښناکوټو جوړول، د لسګونو زره روغتوني کټونو د ظرفيت رامنځته کول او د روزګار زېږونې لپاره د له زياتو بانډونو څخ د خلقو استفاده ټول په سختو اقتصادي بنديزونو په حالاتوکښې اجرا او عملي شول.

ولسمشر روحاني زياته کړه، د اېټمي خبرو اترو ټيم په ډېرو سختو حالاتو کښې وکړې شول د ۲۲۳۱پرېکړليک پت تصويبولو سره د هېواد په خلاف اوه خطرناک پرېکړليکونه بې اثره کړل، په داسې حال کښې چې ډېرو کمو کسانو باور لرۀ چې داسې لاسته راوړنو ته به لاس رسائي اوشي، دغه مهم د ملت په ارادې او کوشش او تدبر البته د معظم رهبر په لارښؤنې او ملاتړ سره کامياب شو.

 

ټیګونه