Aug 02, 2021 16:00 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د اسراییلواو امریکا د چټی تورونو تکرار

په دغه حمله پسې د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر نفتالی بنت د خپلې ادعا په اثبات کې له هیڅ ډول سند او دلیل له وړاندی کولو پرته د اتبار په ورځ ادعا وکړه هغه امنیتی معلومات چی لرو یې ، ښی چی ایران په اسراییلی کشتی حمله کړی ده .

صیهونیسټ میلیارډر ایال عوفر پورې اړونده د زودیاک ماریتایم شرکت د تیرې جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل په عمان سمندر کې د اسراییلو تر مالکیت لاندې مرسراستریت کشتی باندې د ډرون الوتکې حمله شوی ده .

په دغه حمله پسې د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر نفتالی بنت د خپلې ادعا په اثبات کې له هیڅ ډول سند او دلیل له وړاندی کولو پرته د اتبار په ورځ ادعا وکړه هغه امنیتی معلومات چی لرو یې ، ښی چی ایران په اسراییلی کشتی حمله کړی ده .

د ایران د خارجه وزرات ویندوی ښاغلی خطیب زاده د اسراییلی تیلی کشتۍ په حمله کې د ایران د لاس درلودلو په اړه  د صیهونیسټ رژیم د چټی تورونو په هکله وویل دا لومړې ځل ندې چی صیهونیسټ رژیم دغه ډول تورونه مطرحوی ، دغه تورونه په امریکا کې د قدس د نیواکګر رژیم د پیژندل شوی او کرایې لابی په چوکاټ کې دی .

د ایران د خارجه وزارت د ویندوی په وینا دغه رژیم هر چیرته چی پښه کیښودلی ده ځان سره یې ناامنی ، تاوتریخوالې ، ترور ، جنګ او تباهی راوړی ده  او په همدې دلیل ذمه وار هغه کسان دي چی په سیمه کې یې د دغه رژیم پښې خلاصې کړي دي .

په عین حال کې په سیمه کې په وران کارو اقداماتو کې د صیهونیست رژیم لاس درلودلو ته په پام سره ځینې څرګندونې او ګومانونه په سیمه کې د دغه رژیم د هدفونو او اسراییلو د ترهه ګرو اقداماتو ته متوجه دي . په همدې ارتباط د لویدیځې اسیا د مسایلوکارپیژاندی سید هادی برهانی وایی مونږ ته پته ده چی اسراییلو په وروستیو کلونو کې د ایران پرضد ډیر عملیات ترسره کړی دي . نو ځکه په دغه  احتمال سترګې نشی پټیدلې چی پخپله اسراییل د دغو پیښو منشا وی . په اوسنیو شرایطو کې د ایران په تورونولوسره د امنیت خرابول د اسراییلو د خوښې وړ موضوع ده . د بایډن په راتلو سره برجام ته د امریکا د ستنیدا او د اختلافاتو د اواری احتمال موجود او جدی دې . اسراییل له دغې مسلې سخت ناراضی دې او ډیره سخته هڅه کوی چی وران کارۍ وکړی او د دې خنډ شی چی امریکا ایټمی موافقې ته ستنه شی .

د صیهونیست رژیم د پارلیمان پخوانی غړی طلب ابوعرار هم څه موده مخکې د فجیره بندر په تیلی کشتیو په هدف ګرځولو کې د اسراییلو د لاس درلودلو او د زیات تاوتریخوالی لپاره د اسراییلو او نوروسیمه ایزو لورود هڅې خبره کړی وه . څرګنده ده چی د اسراییلو دغه اقدامات  په سیمه کې د ناارامۍ او تاوتریخوالی د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږی . په عین حال کې په دې زمینه کې د دو ټکیو یادونه ضروری ښکاری .

لومړی دا چی منطقی نده چی صیهونیست رژیم په سیمه کې خپلو تیریو او په سوریه ، لبنان او یمن کې د مقاومت د چورلیز پرضد حملو ته دوام ورکړی خو د متقابل ځواب تمه ونلرلې شی .

د اسراییلو رژیم په دغه تصور چی د تل لپاره یواړخیزه ګوزار کولې او هیڅ غبرګون ونلری ، له محاسباتی تیروتنې سره مخامخ شوې دې . په سیمه کی د اسراییلو تیریو ته ځواب نوی معادله رامینځته کړی ده  او ښی چی که اسراییل یو وخت په ازاده توګه په هر هیواد تیرې کولې شو خو ځواب به یې نه ترلاسه کاوه ، نور هغه پړاو تیر شوې دې .

دوهم ټکی په فارس خلیج ، عمان سمندر او هرمز تنګی کې د امنیت اهمیت دې . په حقیقت کې هغه کسان د فارس خلیج په ناامنه کولو پسې دي چی تراوسه یې پر سیمې څو جنګونه تپلی دي تر څو له دغې سیمې د تیلو تیریدا او تجارت ګډوډ کړی .

وروستۍ خبره دا چی د فارس خلیج د څنډې عربی هیوادونه باید دغه ټکی ته متوجه شی چی په سیمه کی د صیهونیست رژیم شتون امنیت او سوله نه رامینځته کوی ځکه چی دغه رژیم په ترهه ګرۍ ، تیری  او جنګ سره په سیمې خپل ناروا موجودیت ورتپلی دې . نیواکګرۍ شاید د کلونو لپاره دوام ولرلې شی خو په پریکنده توګه به د تل لپاره نه وی . څرګنده ده د فارس خلیج له ځینوعربی حکومتونو سره د اسراییلو د اړیکو ټینګول د سیمې د امنیت د ګواښونکی ، تیری ګر او نیواکګر رژیم لپاره روا والې نشی رامینځته کولې .

پای

 

ټیګونه