Aug 03, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • ایران د انګلستان او امریکې راپارونکو خبرپاڼو ته غبرګون وښود

د ایران د خارجه وزارت ویاند د برطانیې او امریکې راپارونکې بیانیې وغندلې

د ایران د خارجه وزارت ویاند د برطانیې او امریکې راپارونکې بیانیې وغندلې

سعید خطیب زاده بیګا په خپل ټویټر ولیکل: ایران د فارس خلیج د امنیت د ضامن په توګه د انګلستان او امریکې له خوا په غږمله توګه پلان شوې او راپارونکې خبرپاڼې غندي.

هغه څرګنده کړه: هغوي چې په ایراني کشتیو باندې د بیابیا ترهګرو حملو په وړاندې یې خوله ګنډلې ده، اوس په ایران باندې بې بنیاده تورونه پورې کوي.

هغه ټینګار وکړ چې هر ډول ایراني ضده بلاغوښتنه به سمدستي او پریکنده ځواب ولري.

 

ټیګونه