Aug 04, 2021 13:04 Asia/Kabul
  •  زمونږ ځواب غاښ ماتونکی او پښمانه کونکی دی

سردار سلامي  ووئیل  دښمنان هڅه کوي  د ایران دملت لپاره یوه  اندیښنه راپورته کړي ، خو  دا خبرداری ورکوو ، له تیر وخته درس واخلي ، ۴۲کاله کیږي ،چې  مونږ له دښمنانو سره مقابله کوو او اوس له بر هر وخته لا پیاوړي او لا کلک هوډ لرو .

 زمونږخبریال راپورراکړ د ایران د اسلامی انقلاب عمومي قوماندان د دښمنانو درسندویو د فضاجوړونې په باب وئیلي دي،د ښمنان دې پوهه شي،چې زمونږ ځوابونه غاښ ماتونکي،پښمانه کونکي او ویجاړونکي دي .

سردار حسین سلامي زمونږ خبریال سره په مرکې کې  ووئيل،د اسلامي نظام په بریالیتوبونو پسې،د ښمنانو ډیرې هڅې وکړې له دغو پيښو چې په وخت په وخت د اوبو او بریښنا دکمښت په بحثونو کې شته ، ناوړه استفاده وکړي .

سردار سلامي ټينګار کړی ،د حکومت د منتقلیدا په حال کې یوو،دهغه حکومت د منتقلیدا په اپوټه چې  په امریکا ئې منتقلیږي او په عزتمند او سرلوړي ایران کې د حکومت منتقلیدا، له سلامیتا او آرامښته برخمنه ده  او په سیاسی  غږملتیا او ورورولۍ سره  ترسره کیږي .  

سردار سلامي  ووئیل  دښمنان هڅه کوي  د ایران دملت لپاره یوه  اندیښنه راپورته کړي ، خو  دا خبرداری ورکوو ، له تیر وخته درس واخلي ، ۴۲کاله کیږي ،چې  مونږ له دښمنانو سره مقابله کوو او اوس له بر هر وخته لا پیاوړي او لا کلک هوډ لرو .

 د ایران دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان روښانه کړې ده ،  دښمنان  دې له ذهنه باطلې لیدتوګې  او افکار وباسي ځکه چې دمونږ ځواب ډير غاښ ماتونکی ،پښمانه کونکی او ویجاړونکی دی ،  دایران له ملت سره له ډغرې ډډه  وکړئ ځکه  دخپل وطن  ددفاع او ګټو په وړاندې له هیچا سره ټوکې نه کوو .

 

ټیګونه