Aug 04, 2021 13:29 Asia/Kabul
  •  پوځ په قدرت سره د هرډول ګواښونو په وړاندې دریږي

د ایران د اسلامی جمهوریت  پوځ د پوځي تیارسي په اوج کې  دی او په قدرت سره د هر ډول ګواښ په مقابل کې مقاومت کوي  او خپل ماموریت په بشپړ ډول ترسره کوي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دایران داسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان سردار عبدالرحیم  موسوي  په دې خبرې په ټینګار سره چې  پوځ په قدرت سره د هر ډول ګواښ په وړانډې دریږي ،  ووئیل ، پر خپل ذاتي ماموریت سربیره  هرچرته چې ضرورت شي ، نو هلته به حاضر شي .

 سرد ار موسوي د ایران د پوځ د مځکني ځواک  د یونټونو دق وماندانانو د څوارلسمېغونډې  ترڅنګ چې  په تهران کې  د ویډیوئي کنفرانس له لارې  ددغه ځواک  په عمومي یونټونو کې  ترسره شوي ،  زمونږ خبریال سره په خصوصي  خبرو کې زیاته کړې ، د ایران د اسلامی جمهوریت  پوځ د پوځي تیارسي په اوج کې  دی او په قدرت سره د هر ډول ګواښ په مقابل کې مقاومت کوي  او خپل ماموریت په بشپړ ډول ترسره کوي .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران دپوځ دفاعي اقتدار ، د اسلامي انقلاب ، داسلامی جمهوری مقدس نظام په برکت ، د درستو قواؤ دستر قوماندان په هوښیارو او ځيرو لارښونو سره راپنځيدلی  ،روښانه کړې  ده ؛ پوځ اوی دپوځي توانمنیو هغې اندازې ته رسیدلی چې  پر خپل ذاتي ماموریت سربیره ،  چې د پولو او حدودو  دساتنې تامینول دي ،  هرچرته چې  د هیواد شریف ولس پوځ ته اړتیا ولرل شي ، په تیره بیا د زلزلې ، سیل، کرونائي بحران ، اوبو رسول  او داسې ځينو نورو پيښو د رامینځةکیدا په وخت  به د ولس   اوږه په اوږه شتون ولری .

 

ټیګونه