Aug 04, 2021 14:26 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج اوعمان سمندر دناکراره بریښولو لپاره تکراري سناریوګانې

اوس پوښتنه داده چې په فارس خلیج او عمان سمندر کې  دتیلی کشتیو په ضد  مشکوکې پيښې  او په سیمې کې د کشتیو دتګ راتګ  ناکراره کول د چا په ګټه دي ..؟

ځینو خبري سرچینو په همداوروستیو شپو ورځو کې  د اماراتو په سواحلو کې د څو کشتیو  لپاهر د ځینو پيښو د رامینځةکیدا خبر ورکړی دی .ایسو شي ایټیډ پریس آژانس بیګا په دې زمینې کې په یوه راپور کې  مدعی شوی، دمتحده عربی اماراتو په سواحلو کې د لږترلږه څلورو کشتیو کنټرولول له اختیاره وتلي  دي.

له دې مخکې هم ځينو سرچینو  د اماراتو له الفجیره  بندر سره نزدې  دیوې کشتۍ لپاره د یوې پيښې درامینځةکیدا خبر ورکړی ؤ .ددغو خبرونو له خپریدا سره په یووخت ، لویدیځي او صهیونیسټي رسندویو په فارس خلیج او عمان سمندر کې  تلوراتونکو کشتیو ته د ا یران د پوځ  د واردیدو په باب ګونګوسې خپرې کړي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت  ویندوي سعید خطیب زاده  په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې  تلوراتونکو  کشتیو ته دایران د  پوځ  د ځواکونو  د واریدیدو  پروپيګنډې په ردولو سره  د لویدیځي او صهیونیسټي  رسندویو ددرغجنو سناریو ګانو په نسبت خبرداری ورکړی او په فارس خلیج  سیمې او عمان سمندر کې  د کشتیو لپاره  په پرله پسې امنیتی پيښو  په باب  خپره شوي خبرونه  په بشپړ دول مشکوک وبلل .

اوس پوښتنه داده چې په فارس خلیج او عمان سمندر کې  دتیلی کشتیو په ضد  مشکوکې پيښې  او په سیمې کې د کشتیو دتګ راتګ  ناکراره کول د چا په ګټه دي ..؟

په دې زمینې کې  دوه احتمالونه شته دي ، لومړی  احتمال  ئې په سیمې کې  د تیلی اوتجارتي کشتیو په ضد د امنیتی ګواښونومصنوعي کول دي چې په داسې بڼه کې باید ووئیل شي  ددغو سناریو ګانو  پلانونکي  په فارس خلیج اوعمان سمندر کې په هدفمنو سناریوګانو پسې  دي . ددغو سناریو ګانو په جوړونې  کې  د امریکا ، انګلستان اسرائيلو، عربستان او د  سیمې دځينو نورو هیوادونو  رول مطرح دی .

 د په دې ارتباط د امریکا د پوځ د لوي درسیتز  جنرال جوزف ډانفرډ څرګندونې  دپام وړ دي . هغه په  همداوروستیو کې  دخبریالانو په ټول کې په باب المندب او هرمز تنګي  سمندري حدودو کې  دکشتیو دآزادۍ دتش په نامه ضمانت  لپاره  دیوه ائيتلاف دجوړولو په زمینې  کې  د امریکا د پلان خبر ورکړی دی . د امریکا دپوځ لوي درستیز  همداراز وئیلي دي ، احتمالا ، راتلونکو اونیو کې  مشخصه کیږي ، چې  کوم هیوادونه ، له دغه نوښت څخه دملاتړ  لپاره سیاسی هوډ لري .

 په دغو سناریو جوړونو کې بل احتمال ، نورو موخو ته د رسیدو لپاره پر ایران د زیاتره امنیتی دباؤ  لاسختول دي . په دې زمینې کې  د وه موضوعګانې مطرح دي  ، لومړۍد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د دځنډول شوو خبرواترو برخلیک ، ا و د وهم  بحث هم په سیمې کې د ایران دسټراټژیک پوځي شتون او د  مقاومت کمزوري کول دي .   

پر دې اساس ، دا خبره لیرې نه ده چې اسرائيل  خپلو موخو ته درسیدا لپاره هڅه وکړي  د فارس خلیج اوعمان سمندر په ناکراره کولو سره ، ایران له پلان شوو امنیتی چیلنجونو سره  لاس او ګریوان کړي .

په عمان سمندر کې د تیرې جمعې په ورځې په یوې اسرائيلي کشتۍ د ډرون حملې  دغه احتمال په لاجدی بڼه مطرح کړی دی .

صهیونیسټي چارواکو،د کومو سندونو او مدرکونو له وړاندې کولو پرته سملاسي  په دغې حملې کې  په لاس درلودلو  دایران په تورنولو سره  ایران ته د پریکنده ځواب غوښتنه کړې .   د عربانو یوه تکړه شناندي او لیکوال عبدالباري عطوان  په یوه راپور کې چې  د رائ الیوم له سیمې ورآخوا ورځپاڼې خپور کړی،ددغو پيښو او دا مریکا او اسرائيلو  د سناریو ګانو تر پردې شا د موخو  په باب  یوه تحلیل کې  لیکلی دي ، دغه حمله، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   داحیاء په سر د ایټمي خبرواترو له ځنډیدا او  د ایران دنوي ولسمشر سید ابراهیم ریسي د تائيدیدا او لوړې د دستورو د درشل په یووخت والي سره   شوې ده . 

  داپه داسې حال کې دي چې  په راتلونکو اونیو  او شپو ورځو کې د ماجرا جوړونې ددغې  سوئې د لاسختیدا په باب ځيني ګمانونه شته دي .  عبدالباري عطوان په تیر مارچ میاشت کې  هم  دصهیونیسټي رژيم دپارلیماني سیالیو  او د بینیامین نتن یاهو د صدراعظمۍ دپړاؤد پارلیماني سیالیو په پړاؤ کې  په یوه ورته  یاددښت کې  په عمان سمندر او فارس خلیج کې  دتیلی کشتیو د جنګ  داحتمال  خبره کړې  او لیکلي ئې وو ، د اسرائیلو دس مندري ځواک  یونټونو  په تیرو دوو کلونو کې  دایران دولس تیلی کشتۍ په  نښه کړي دي .

 په هرحال نښې نښآنې اوشواهد ددغو  سناریوګانو دمشکوک کیدا ښودنه کوي   په دغې سیاسی لوبې کې که صهیونیسټي رژيم چارواکي  وغواړي  دغه جنګ زیات کړي ، نو تر ټولو ستر تیروتنه به ئې کړي وي ، ځکه  دا یو ډول ماجرا جوړونه شمیرل کیږي ، چې ممکنه ده  صهونیسټانو   او حتی د هغه د متحد په توګه دامریکا په ګټه هم نه شي . په دې بلاغوښتنې کې به دفارس خلیج  سیمې نور هیوادونه هم  په چورلټ ډول د دغو پيښو دنتیجو ښکار شي  چې دسیمې   او  په فارس خلیج او عمان سمندر کې به دکشتیو د امنیت لپاره  ډیر زیات لګښت ولري

 

 

 

 

ټیګونه