Aug 04, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • د ایران اصولي سیاست د نړۍدمظلومانو دفاع او دهیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا ملاتړدی

د ایران داسلامی جمهوریت ددریځونو او ملاتړونو تل قدردان یوو  او تیار یوو ، له تهران سره خپلې اړیکې او مناسبات لازیات پراخ کړو . 

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي  نن  په تهران کې د بوسنیا هرزیګوینیا له خارجه وزیر ې میرمن بیسرا تورکویچ سره  په کتنې کې په دې په ټينګار سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت  اصولي سیاستونه ، د نړۍ دمظلومانو دفاع او دهیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ دی ،ووئیل ،  دمونږ کړچار په درستو سیمو کې د امنیت او هوساینې  ساتل دي .  

ابراهیم ریسي  د ایران او بوسنیا هرزیګوینیا  مناسبات اوملګرتیاوې  دوسته ، ریښه لرونکي او ژورې وبللې او وې وئيل ، د دواړو لورو ترمینځ  د پراخو اقتصادي مبادلاتو اوتعامل زمینه شته  ده چې  باید  دغه ظرفیّتونه  وپيژندل او  دخپلو ملتونو دګټو لپاره ئې فعال کړو .  

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ووئیل ، له بده مرغه نن سبا ډير هغه اقدامات چې  په دنیا کې ترسره کیږي ،د انساني حقوقو په ضد دي  او دا اقدامات زیاتره د هغو کسانو له خوا ترسره کیږي ،چې په ظاهره د بشری حقوقو مدعيان او بیرغوال دي . د بوسنیا هرزیګوینیا  خارجه وزیرې میرمن بیسرا تورکویچ هم په دغې کتنې کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په توګه  دابراهیم ریسي ټاکل کیدا په باب هغه ته دمبارکۍ په وئیلو سره ووئیل ،د ایران داسلامی جمهوریت ددریځونو او ملاتړونو تل قدردان یوو  او تیار یوو ، له تهران سره خپلې اړیکې او مناسبات لازیات پراخ کړو . 

 بوسنیا خارجه وزیرې  دغه راز ووئیل ،بوسنیا  ځان  په نړیوال ډګر کې  دایران د اسلامی جمهوریت تر څنګ اوملاتړی ګڼي .

میرمن تورکویچ   د ایران د اسلامی  جمهوریت دولسمشر دلوړې په دستورو کې دګډون لپاره تهران ته راغلې ده .

 

ټیګونه