Aug 04, 2021 16:11 Asia/Kabul
  • د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مرستیال تهران ته راغلی  

 د ایران مرستیال خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو د ختمولو  په موخې سره  د نظام د چورلټو دریځونو باندې یوځل بیا ټينګار کړی دی .  

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د  کمیشن  دمشر مرستیال  آنریکه مورا  چې د اسلامی ایران  د ولسمشر دلوړې په دستورو کې د ګډون لپاره داروپائي کمیشن د  بهرنی سیاست د مشر داستازي په توګه  تهران ته راغلی،د ایران له مرستیال  وزیر عباس عراقچي سره لیده کاته وکړل .

 دواړو لورو په دغو لیدوکاتو کې د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په تیره  بیا دافغانستان د وروستیو بدلونونو  په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .

 همداراز دې ته په پام سره چې  آنریکه مورا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د خبرواترو د وروستیو  پړاؤنو  کې  د  نړیوالې ایټمي موافقې د  ګډو کمیشنونو د غونډو دغږملونکي رول  په غاړه درلودلی،په دغې  کتنې کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ترټولو وروستي وضعیّت او د خبرواترو د دوام په موضوع هم  بحث او مشورې کړي دي .

 د ایران مرستیال خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو د ختمولو  په موخې سره  د نظام د چورلټو دریځونو باندې یوځل بیا ټينګار کړی دی .  

 په ویانا کې د  اروپائي اتحادئې سفیر شټیفن کلمنټ او  په اروپائي اتحادئې کې د ایران د چارو دبرخې  مشر پرونوشل  هم له آنریکه مورا سره په دغه سفر کې ملګري دي .  

 

ټیګونه