Aug 04, 2021 16:23 Asia/Kabul
  •  په المپیک لوبوکې د ایران غیږنونکي اتل شو

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د کشتۍ  د کورنۍ درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي 

زمونږ خبریال راپور راکړ  د ایران فرنګی کشتۍ د ۶۷کلوګرام  وزن  لوبغاړي محمد رضا ګرایی  د ټوکیو په المپیک لوبو کې د  اوکراین   لوبغاړي پرویز نصیبوف ته  په فاینل لوبو کې ماته ورکړه او  د المپیک لوبو  دسرو زرو میډال ئې  وګټه .

محمد رضا ګرائی   په لومړنۍ مرحلې کې د کولمبیا  خولین اورتا ته د صفر په مقابل کې  په اتو فني ګوزارونو سره  ماته ورکړه او  او همداراز ظې د جرمني فرانک شټایلر ته په ماته ورکولو سره فاینل لوبو ته ځان ورسوه چې بلاخره  ئې د ټوکیو په  المپیک لوبو کې د سرو زرو میډال  هم په غاړه کړ او د المپیک لوبو په فضا کې   د ایران دملی سروز انګازې هم پورته شوې

د سروزرو دغه میډال سره د ایران  دفرنګی کشتۍ ټیم دلندن د المپیک لوبو نهه کاله وروسته  د المپیک لوبو یو میډال وګاټه ، چې ان شاا... دغه بهیر هماغه راز دوام وکړي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د کشتۍ  د کورنۍ درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي 

ټیګونه