Sep 15, 2021 11:31 Asia/Kabul
  • د شهيد سلېماني د قتل عاملان عدالت ته سپارل يو پرېکنده سياست دے

د ايران خارجه وزير وويل: د شهيد سلېماني د قتل عاملان عدالت ته سپارل يو پرېکنده سياست دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان د جنرل قاسم سلېماني د قتل د دوسيې د حقوقي او نړيوالې تعقيبونې په کمېټۍ کښې د اجرا په حال کښې د اقداماتو د پرمختګ په لازموالي د ملي او نړيوال اتل شهيد جنرل قاسم سلېماني د ياد او خاطرې په ساتنې، له ترهه ګرۍ سره  د مبارزې او همدارنګ د هغه شهيد د قتل د نه بخښونکي جنايت په ترسره کولو کښې د امريکې د چارواکو او حکومت رول باندې تاکيدسره وويل: د دغې دوسيې د تعقيبونې دوام او عدالت ته د حکومتي ترهه ګرو سپارل د پرېکنده سياستونو برخه ده.

امير عبداللهيان تاکيد وکړ، د ايران خارجه وزارت به د دغې موضوع
په حقوقي، سياسي او نړيوالې تعقيبونه کښې په پرېکنده ارادې سره په خپله دنده عمل وکړي.

 

ټیګونه