Sep 16, 2021 05:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان محصیلین له بورسیې ګټه پورته کولی شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د علم او فرهنګ پوهنتون د افغانستان د څیړنیو مرکزونو او د پوهنتونونو د استادانو لپاره د مطالعاتي فرصت او د تکمیلی زده کړو د محصیلینو لپاره بورسیه بیلا کړي ده .

د ایران د علم او د کلتور پوهنتون مشر  سید سعید هاشمي د افغانستان غوره کسانو او محصیلینو ته د زده کړې د ځانګړي بورسیې د ورکولو خبر ورکړ او ویې ویل د افغانستان د غوره استادانو لپاره د مطالعې د  فرصت او د دغه هیواد د پوهنتونونو د تکمیلي تحصیلاتو د محصیلینو لپاره له بورسیې د استفادې امکان برابر شوی او د علم او د کلتور  پوهنتون د څیړنې د معاونت او د نړیوالو او د علمي ملګرتیاو د دفتر له حکم سره سم په افغانستان کښې شرایط لرونکي کسان  د ایران له دغه بورسیې څخه ګټه پورته کولای شي .

هاشمي د ایران او د افغانستان تاریخي ، کلتوري او ژبنیو ګډولو او نږدې والي ته په اشارې سره وویل د افغانستان محصیلین په ایران کښې په نړیوالو محصیلینو کښې تر ټولو زیات شمیر لري او په ایران کښې د زده کړې لپاره د افغانستان د محصیلینو د غوښتنې بهیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

 

ټیګونه