Sep 16, 2021 19:06 Asia/Kabul
  • باثباته افغانستان د درستې نړۍ په ګټه دی

د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې د ایران او پاکستان مشرانو په لومړنۍ کتنې کې پر وروستیو سیمه یزو او نړیوالو بدلونونو بحث او خبرې اترې وکړې.

زمونوږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله ابراهیم ریئسي په همدا وروستیو کې د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې کې د شانګهائي موسیسې  د سرمشریزې غونډې په څنډې کې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره لیده کاته وکړل او دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په تیره بیا د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب پخپلو خبرو کې ووئیل، د کرار او باثباته افغاستان شتون ددرستې سیمې او نړۍ په ګټه دے او د افغانستان د اوسنیو ترینګلو حالاتو مسئولیت د هغو قدرتونو په غاړه دی چې تر شلو کلونو پورې ئې د افغانستان سرچینې لوټ کړې او دغه هیواد او ولس ئې په ماتې کشتۍ کې پریښود او په بې مسئولیته توګه ئې پوځونه په بې شرمۍسره بیرته وبلل.

دواړو لورو دغه راز  د ایران او پاکستان ترمینځ د ورورولۍ او دوستۍ د اړیکو په پراخولو او د سلامشورو او راشه درشه او د اړیکو په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ .

ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وګوري .

 

ټیګونه