Sep 17, 2021 04:59 Asia/Kabul
  • سيد ابراهيم رئيسي: د ايران او ازبکستان اقتصادي تعلقات پکار دے وده ومومي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کښې تاکيد وکړ، د ايران او ازبکستان اقتصادي تعلقات پکار دے د سياسي تعلقاتو په اندازه وده ومومي.

د سيد ابراهيم رئيسي پرون د تاجېکستان پائتخت دوشنبې ښار ته د سفر په دوران کښې د ازبکستان د ولسمشر شوکت ميرزايف په کتنه کښې د دغه هېواد د خپلواکۍ د دېرشمې کليزې په رارسېدو د مبارکۍ په ويلو سره وويل: د ملګرتياو د ګډ کمېشن فعالېدل او د خصوصي برخې د فعالانو مشارکت د دواړو هېوادونو د اقتصادي روابطو او تعلقاتو په پراختيا کښې موثره کردار ادا کولې شي.

د ايران ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې بنديزونه د ايران د پرمختګ خنډ نه وو او نه دي وويل ، د اسلامي جمهوريت په خلاف د ظالمانه بنديزونو د ختمولو په لټه کښې يوو.

رئيسي همدارنګ واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت په افغانستان د ټولو ډلو او قامونو په مشارکت سره د يو پراخ بنسټه حکومت له تشکيل څخه چې په دغه هېواد کښې د صلحې او ثبات د ټينګښت سبب شي ملاتړ کوي.

 

د ازبکستان ولسمشر ميرزايف هم په دغه کتنه کښې د قضائيه قوې د مشرۍ په دوره او له اقتصادي مفاسدو سره په مبارزه کښې د سيد ابراهيم رئيسي تجربو او سوابقو ته اشاره وکړه او وې وويل، په دې زمينه کښې د ايران د ولسمشر له تجربو څخه د استفادې لپاره چمتووالے لروو.

د ازبکستان ولسمشر د دې په بيانولو سره چې دواړه هېوادونه سياسي تعلقاتو په ډګر کښې ښه تفاهم لري، واضحه کړه، د دواړو هېوادونو تمدني او تاريخي مخينې کولې شي په خپلو کښې د اقتصادي او کلتوري تعلقاتو د پراختيا په اسانولو  او د ايران او ازبکستان د خصوصي برخې د اقتصادي فعالانو د ملګرتيا د اندازې په زياتولو کښې يو مهم رول لرلې شي.

مېرازيف وويل، ازبکستان له ايران سره په تېره بيا د ټرانسپورټ په برخه کښې د اقتصادي تعلقاتو د پراختيا او د بندر چابهار په محوريت سره د شمال جنوب د ارتباطي کورېډور د لا زيات فعالولو په لټه کښې دے.

 

ټیګونه