Sep 18, 2021 07:19 Asia/Kabul
  •  په شانګهائي کښې د ايران غړيتوب د اېشيا محوره بهرني سياست لپاره يو په مخ بيايونکے اقدام دے

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند تاکيد وکړ د شانګهائي د ملګرتيا په تنظيم کښې د ايران پوره غړيتوب له ګاونډيانو سره د مخ په ودې تعلقاتو په لور يو ستر ګام او زمونږ د اېشيا محوره بهرني سياست لپاره يو مخ په وړاندې بيايونکے اقدام دے

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د ايران د پوره غړيتوب په منلو د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم له فېصلې څخه تود هرکلے کوو.

خطيب زاده زياته کړه، د سيمې د ګټو د ودې په خاطر له ځاي نوښتونو څخه د ګټې اخېستلو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړوو.

په دې بنياد د تنظيم د يو اصلي غړي په توګه د ايران د غړيتوب د بدلېدو فني بهير شرع شو او ايران به له دې وروسته د دغه مهم سيمه ايز تنظيم د اصلي غړي په توګه له غړيو هېوادونو سره ملګرتيا او معاملات ولري.

 

ټیګونه