Sep 18, 2021 12:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت باید ټول شموله وي

د ایران   د اسلامی جمهوریت  ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره، هغه حکومت چې  په افغانستان کې  جوړیږي ،باید ټولشموله وي ،ووئیل ،له یوې سیاسی ډلې او یوه قوم سره  اړونده حکومت ، مشکلات نشي حل کولی . 

زمونږخبریال راپور راکړ،سید ابراهیم ریئسي  نن سهار له خپل تاجیکستاني همڅنګ سره له لیدوکاتو وروسته په خبري کنفرانس کې دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټينګار سره  ووئیل ، له نیکه مرغه  د افغانستان  په نسبت  دمونږ نظرونه  سره نزدې دي  او هردواړه هیوادونه یعني ایران او تاجیکستان باؤري دي،د پرَدیو لاسوهنې  په دغه هیواد کې د بې شمیره ترینګلتیاؤ لامل شوي  او باید د پرَدَیو لاسونه لنډ شي .هیڅکله هم پرَدي  نه  دی توانیدلي  امنیت  رامینځةکړي  او  نه  امنیت رامینځةکونکي وو ، او د پرَدیو  رول لوبونې او شتون دوام هیڅکله هم نه منو .

 داسلام  ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره  چې په افغانستان کې د ترهه ګرو شتون،نه یوازې ددغه هیواد لپاره بلکې دسیمې لپاره هم خطرناک دی، ووئيل؛ نن سبا امریکایان چې داعش ئې پنځولی او له دې وروسته چې په عراق او سورئې کې  د شرارت سبب شول،، نو په افغانستان کې ئې ددیره کولو هڅه وکړه . 

  ډاکټر ریئسي  همداراز  له دوست او هم ژبې هیواد تاجیکستان سره داړیکو پراختیا او ژورتیا باندې ټينګار وکړ او وې وئيل ،  د دو اړو هیوادونو  داړیکو  نوی سپرکی  په پلیدا دی او هیله مند یم  دغه سفر  د تهران او دوشنبې په ملګرتیا او اړیکو کې مهم ټکی شي . 

Image Caption

 

د تاجیکستان  ولسمشرامامعلی رحمان هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې  ایران دتاجیکستان  یو  دوست او  همزبان  هیواد وبالۀ او د ایران او تاجیکستان د دوو ملتونو ترمینځ  ډیرو دیني او کلتوري  مشترکاتو ته په اشارې سره ، داړیکو په لازیاتې پراختیا  او ژورتیا ټينګار وکړ .

  امام علی رحمان  همداراز  په افغانستان کې  وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره  ووئیل ،  په افغانستان کې د بشپړ سولې اوثبات ټينګیدا غواړو  او باؤري  یوو  په افغانستان کې آرامښت   دسیمې دامنیت دتامینیدا ضام دی او په افغانستان کې  ټولشموله  او پراخ بنسټه حکومت جوړیدا  په دغه هیواد کې د تل پاتې سوله  او ثباتد ټينګیدا لپاره  اساسی عامل ګڼو .

 

ټیګونه