Sep 18, 2021 16:10 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونا منحوس ویروس نور ۳۵۵کسان قرباني کړل

 د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس ، کرونا ویروس تر دې دم ه  په نړۍ کې  څه دپاسه دوه سوه اته ویشت میلیون کسان ککړ کړي  چې له دوي څه دپاسه  څلور ملیون شپږ لکه  څلور نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ، دایران د روغتیائی چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل ،  په  هیواد کې په تیر شواروز کې  په کرونا ککړ   نورو درې سوه پنځه پنځوس  کسانو  په قربانی کیدا سره  په ایران کې تر دې دمه د کرونائی قربانیانو شمیر   یو لک شپاړس زره  اوه سوه یو نوي تنو ته زیات شو.

 په دغه راپور کې وئیل شوي  همدرااز په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دتشخیص د  قطعي معیارونوپه اساس  په درست ایران کې په کرونا  نورو دولس زره  اته سوه اوه څلویښت  ککړ کسان پیژندل شوي چې  له دوي سره په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون څلور لکه اته زره   اته سوه شپیتو تنو ته رسیدلی چې  له دوي  په درملنې پسې  څلور میلیون   اوه لکه شپږ دیرش زره  اته سوه شپږ نوي کسان  ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس ، کرونا ویروس تر دې دم ه  په نړۍ کې  څه دپاسه دوه سوه اته ویشت میلیون کسان ککړ کړي  چې له دوي څه دپاسه  څلور ملیون شپږ لکه  څلور نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 

ټیګونه