Sep 19, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت لیدتوګي د جنګ نفي او د عدالت پراساس د سولې ټینګیدل  دي :-

د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله په سیمه کښې د تاوتریخوالي او د پوځي جګړې هڅه نه ده کړي خو ټینګار لري چې په سولې او عدالت کښې د ژوند لپاره باید قوي ووسو او د ګواښونو په مقابل کښې هوښیار او دفاع کونکي وو .

بې شکه له وخت ، ځاې او د ټولنې له ډول ډول والي چې ورتیر شو سوله او امنیت د تاریخ په اوږدو کښې د انسانانو یوه (۱)تر ټولو مهمه شتمنۍ او ارزو وه او ده .

دغه نړیوالې غوښتنې ته په ځواب کښې ملګروملتونو له نولس سوه یواتیایم (۱۹۸۱) میلادي کال راهسې او د عمومي ټولنې د پریکړه لیک پراساس د هر کال د سپتمبر د میاشتې یویشتمه (۲۱) نیټه د سولې  نړیواله ورځ اعلان کړي ده .

خو حقیقت دا دی چې د سولې هدف د جنګ نفي کول او له جنګ څخه ځان لیرې ساتل نه دي بلکې د عدالت ، د برابرۍ او د امنیت احساسول دي .

څیړاند «جمیل میلاني» د نړیوالو حقوقو له نظره سولې ته په کتنه کښې د ملتونو د ټولنې ، د جینیوا د څلورګوڼه کنونشنونو ، د ملګروملتونو د منشور او د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې په شان بیلابیلو سندونو ته اشاره کوي چې پکښې د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو پرضرورت ټینګار شوی دی .

په دغو سندونو کښې نهايي هدف د سولې نړیوال حقوق دي او عدالت نه .

د ایران دفاع وزیر برید جنرال محمد رضا اشتیاني په تیرې شنبې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د سولې او د دفاع د دریم (۳) نړیوال نندرتون د پرانیستلو په دستورو کښې چې د ملګروملتونو د استازي او بیلابیلو هیوادونو د پوځي اتاشیانو په ګډون سره په تهران کښې وشو په دې زمینه کښې د سولې په هکله د ایران دریځونه بیان کړل .

د ایران دفاع وزیر په دغه ټکي باندې ټینګار سره که چیرې عدالت ټینګ شي نو سوله به هم رامینځته شي وویل دغه خبرې ته باید پام وکړو چې د جنګ په ختمیدا سره به  حقیقي سوله محققه نشي او جنګ به  په نورو ډولونو  دوام ولري .

په دې زمینه کښې د ایران د دفاع وزیر په وینا کښې مهم ټکي ته اشاره وشوه چې د سولې د حقیقي مفهوم په پیژندلو کښې ډير اهمیت لري .

د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني ډاګینه کړه سوله یوازې د زیات غوښتونکو او سلطه غواړو هیوادونو د سلطې په وړانډې د مقاومت په سیوري کښې امکان لري .

دغه ټینګار د سولې او د عدالت د یوه(۱) بل په څنګ کښې د ضرورت په معنا دی چې د سولې له ګواښونکو عواملو او ظلم سره په مقابلې کولو او له امنیت څخه په دفاع کولو کښې د ایران د وسله والو ځواکونو له سټراټيژیک رول سره سمون خوري .

په حقیقت کښې سوله ، عدالت او امنیت ضروري عناصر دي او دوې یوبل ته اړتیا لري او له دې کبله د سولې حقیقي مفهوم د عدالت ، پراختیا او د امنیت په شان له انساني ارزښتونو څخه نشو جلا کولای .

په بل عبارت په داسې دنیا کښې چې عدالت نه وي د سولې د تحقق هیله نشو لرلی .

په دې زمینې کښې ډیر مثالونه شته چې له عدالت څخه د سولې د لیرې کیدا ښودنه کوي .

د فلسطین په ملت باندې له ساز باز څخه د ډکو پلانونو د تپلو لپاره هڅه او له اسرائیلو سره د سولې د دروغجن هیواد په توګه له نیواکګر رژیم د اړیکو ټینګول له سولې د ناوړه استفادې او  د سولې د حقیقي مفهوم د تحریفولو نښه ده .

له غاصب صهیونیسټ رژیم سره د عربو حکومتونو د اړیکو د عادي کولو لپاره د امریکا هڅه نه یوازې نشي کولای په سیمه کښې سوله ټینګه کړي بلکې د فلسطین د مظلومو خلکو په حقه حقوقو او عدالت باندې په سترګو پټولو سره د حقیقي سولې له مینځه وړونکي هم ده .

دغه روده د افغانستان ، د یمن د عراق او د سوریې په  خلکو او د دنیا په بیلابیلو سیمو کښې په نورو ملتونو باندې د لاسوهونکو قدرتونو لخوا په تپل شویو ظلمونو کښې هم لیدل کیږي کومه چې د بشر د اساسي حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ او په سیمه او نړۍ کښې د سولې لپاره جدي  ګواښ ده  .

په ټوله دنیا کښې د خبرو اترو په توګه د سولې عادلانه خبرې کولای شي د نړیوالې سولې په لور د حرکت کولو لاره هواره کړي .

تجربه د دې ښودنه کوي چې سوله به هغه وخت پایداره شي چې بې عدالتۍ ، نابرابرۍ ، بې وزلۍ او سرزورۍ له مینځه لاړه شي .

د دغه هدف تحقق هماغه ډول چې د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني جوته کړه د ټولو سیاستوالانو ، شخصیتونو ، ازادي غواړو او د بشر دوستانو ملاتړ ته ضرورت لري .

 

ټیګونه