Sep 20, 2021 15:50 Asia/Kabul
  • امریکادې په عملی بڼه درست بندیزونه لغوه کړي

ایران تل له آژانس سره ملګرتیا کړې ده ، په عین حال کې  لازمه ده چې  دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس  له سیاستونو څخه ډډه وکړي او  خپل تخنیکی اړخ ، بې پیلویتوب او خپلواکې دې وساتي .

زمونږخبریال  راپور راکړ ، دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژآنس دعمومي اسمبلۍ په پنځه شپیتمې غونډې کې  په خپلې وینا کې په ډې خبرې په ټينګار سره چې د ایټمی انرژۍنړیوال آژانس دخپلې اساسنامې په اساس له ایټمی انرژۍ څخه د سوله ایزې  استفادې په پراختیا کې دغړو هیوادونو سره له توپیر پرته مرستې ته پابند دی ، زیاته کړې ،آژانس باید  له هرډول توپیر  او سیاستونو پرته ،د تجهیزاتو او ټیکنالوجۍ  دمنتقلولو او د تجروبې ، پوهې د منتقلولو له لارې د تل پاتې  پراختنیا موخو ته په رسیدا کې  له غړو هیوادونو سره ملګرتیا او مراودت وکړي .

  اسلامی ووئیل ،  ایران تل له آژانس سره ملګرتیا کړې ده ، په عین حال کې  لازمه ده چې  دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس  له سیاستونو څخه ډډه وکړي او  خپل تخنیکی اړخ ، بې پیلویتوب او خپلواکې دې وساتي .

 د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر  روښانه کړې ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه  چې د ایران د اسلامی  جمهوریت  په وسیله  د پرمختګ دخنډونو د لیرې کولو په موخې  شوي ، دایران د اسلامی جمهوریت له خوا د ښه نیّت  څرګنده نښه ده  چې امریکاد یواړخیزو سیاستونو په کارولو سره  د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې مادې او د ملګروملتو دامنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک  خلاف ورزي وکړه او ورڅخه ووت. او اوس هم هماغه شان کارړنګونو ته دوام ورکوي باید  د نړیوالو ژمنو  او موافقو دساتنې لپاره  پر نړیوالو اصولو اومقرراتو  دنورو په شان عمل وکړي  او له یو اړخیزتوب او سروزوریو لاس واخلي .

 

ټیګونه